نړۍ

سي ان ان: ایران په لوی لاس امريکايي عسکر نه دي په نښه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې يو شمېر چارواکي په دې باور دي، چې تېره شپه د عراق په جنوب کې پر امریکايي اډو برید يو پيغام و او قصدا يې عسکر نه دي په نښه کړي.

سي ان ان تلويزون د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، ایراني چارواکو کولی شوی، چې د امريکايي عسکرو د اوسېدو ځايونه په نښه کړي، خو قصدا يې داسې نه دي کړي.

د دغو چارواکو په وينا ایران د سترو ګامونو او رښتيا غچ اخيستو پر ځای يې يوازې يو پيغام لېږلی او پر امريکايي اډو يې داسې توغنديز بریدونه کړي، چې مرګ ژوبله نه لري.

د ایران توغندي په اربيل کې د امريکايي قوسلګرۍ ته څېرمه پر امريکايي اډې لګېدلي، خو قونسلګري يې نه ده په نښه کړې.

امريکايي چارواکي وايي، پر اربیل او عين الاسد امريکايي اډو د ایران په بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ایران دولتي تلويزون نن د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ ويلي و، په دغو توغنديزو بریدونو کې اتيا امريکايي عسکر وژل شوي، خو پنټاګون او د عراق حکومت دا ادعا رد کړې او ایراني چارواکو  يې هم پخلی نه دی کړی.

سي ان ان تلويزون د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، د دوی ځواکونو له برید مخکې خبر ترلاسه کړی و او عسکرو يې په نښه شوي مرکزونه له مخکې خالي کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

خړه ګﺉ د بره ګي ورور ده.
دا نه سره وژني هسې مسلمانانو مخ ته خاورې ورشیندي.

اجمل

ایرانیان دومره بیعقله ندی لکه مونږ افغانان. هغوی به هیڅکله خپل وطن قصدی خراب نکړی. هغوی جنګ د خپلو سرحداتونه لری ساتلی لکه پاکستان. کچیری د هغوی په بریدونو کی امریکایی عسکر ووژل شی بیا دی هغوی هم B52 ته ټینګ شی. له یوېخوایی اقتصاد خراب دی له بلی خوا ولی خپلی زیرمی او اتومی وسلی په خطر واچوی. ####### ډیر بدبخته خلک یو د یوه بن لادن لپاره مو ټول دین او دنیا خرابه کړه. دا اوسنی سیاست به مو هغه وخت کړی وه او خپل وطن به مو ژغورلی وه اوس به مو شپی او ورځی په قطر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x