نړۍ

د اوبو ساتنې په موخه استرالیایي چارواکو د لس زره اوښانو د وژلو پریکړه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په استرالیا کې د تیرو څو میاشتو راهیسې په ځنګلونو کې د سختو اورونو له کبله لسګونه کسان وژل شوي، سلګونه کورنۍ بېځایه شوي او نیم ملیارد بېلا بېل حیوانات وژل شوي دي.

استرالیایي چارواکو د ډیرو اوبو څښلو له کبله د ۱۰زره اوښانو د وژلو پریکړه کړې ده.

د بهرني خبري اژانس راپور له مخې استرالیایي چارواکو دغه پنځه ورځنی کمپاین نن له چهارشنبې ورځې څخه د جنوري میاشتې په اتمه نیټه پېل کړ دی.

Image result for australia bushfires

په استرالیا هېواد کې ځینې ښارونه هر کال د اوبو له سخت کمښت سره مخ کیږي، استرالیایي چارواکي وایي چې ددې یو ستر لامل اوښان دي چې ډيرې اوبه څښي.

دوی اوس پریکړه کړې چې شاوخوا ۱۰زره اوښان به د هیليکوپتر له لارې وژني تر څو اوبه وژغوري او په ځنګلونو کې لګېدلی اور پرې ووژني.

ځنګلونو ته څيرمه کورنۍ وایي چې د سختو اورونو له کبله اوښان سیمو ته داخلیږي او آن د ائیر کنډیشن اوبه هم څښي، چې له کبله یې ددوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی، دوی وایي اوښان په سیمه کې د وچکالۍ ستر لامل دی.

د یادونې وړ ده چې د استرالیا په ځنګلونو کې د تېر کال نومبر میاشتې راهیسې لګیدلی اور لا هم له کنترول څخه بهر دی، چې له کبله یې شاوخوا د نیم ملیارد حیواناتو ترڅنګ لسګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور بېځایه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ځینی وخت بې ګناه حیوانان هم د انسان د ګناهونو او جرمونو قربانی سی.د تکنولوژیک علم د پیشرفت باټو او لاپو د آسمان غوږونه کاڼه کړی دی خو استرالیا غوندی یوه لویه جزیره د اوبو د نیستۍ څخه رنج وړی.د موټرانو او وسائطو د سونګ د موادو ( تیلو) د مُفت لاسته راوړلو پخاطر ( البته د نورو پوچو مذهبی- نژادی عقائدو د اِعمال تر څنګ) ئې په منځنی ختیځ کی ویرانوونکی پلانونه عملی کړی او عملی کوی خو د بشر د تندی د لیری کولو څخه عاجز دی چی دېته وائي فرعونی افکار. بله خبره دا چی: په فیسبوک… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه.
د اوبو لپاره پاکستان څلویښت کاله د افغانانو په لاس افغانان وژنی ،دا جنګ جهاد نه بلکه د اوبه او د خاوری(پښتونستان)لپاره جنګ دی،
افغان ولسه،بیدار شی سترګی وغړوی،ورور وژنه د پردیو لپاره بس ده،

مجاهد

حیرانونکی !!!!!
د میدیا اجیران پرونی او نننی اشغال یعنی روسانو او امریکایانو ته دپاکستان نوم ورکوی ؟

څومره ښه ، هر چا چه مونږ مستعمره کولو، اسغالولو او وژولو ، له هر څای چه وی او هر نوم چه لری مونږ به ورته د پاکستان نوم ورکوو چه له نورو د هیواوالو او نړیوالو پام واوړی !!!

غمی.پښتین

جوړ تازه،
مجاهد ته،
پاکستان د داود خان په وخت کی،ګلبدین.ربانی،مسعود،جلا ل الدین حقانی ته د ترور جنګ ټرییڼګ ورکوه.
ځکه چه داودخان د پښتونستان مسله تاوده کړی وه،او مقابل کی بوټو دا کسان ورمخته کړل،
نو دا ته دا واضح کړه چه ،ایا هغه وخت کی هم اشغال وه؟او که اسلام په خطر کی وه؟
او که د داودخان څخه بوټو ښه مسلمان وه؟

عبدالله

مجاهده! داسی نه ده. موژ هغوی پر خپل زای وحشی او ظالمان بولو او دی.خو پاکستان ددغو اشغالگرو او ظالمانو سره مرسته کری چی حتی تر کفارو په جنایت یو سه نور هم مخته تللی. دپاکستان په اروند د درد زای همدغه دی چی هم همسایه او هم مسلمان موژ تر کافرو زیات زورولی یو. که یی ثبوتونه غواری ایمیل دی راوستوه چی په درزنو ثبونه خپله د پاکستانی جنرالانو خولی خبری در وشیم.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x