افغانستان

هرات: د امریکایي الوتکو بمبار لسګونه حکومت پلوي وسله وال وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هرات ولایت په شنډنډ ولسوالۍ کې د امریکایي چورلکو د بمبار په پایله کې د حکومت پلوه ملېشو یو تن مشر «راز محمد ننیګال» له خپلو لسګونو پلویانو سره یو ځای وژل شوی.

د راپورونو له مخې، برید نن ورځ د شنډنډ په ولسوالۍ کې د راز محمد ننګیال د پلویانو په مرکز ترسره شوی، چې د ځینو سرچینو په وینا، د ننګیال په ګډون تر سل زیات کسان پکې وژل شوی.

راز محمد ننګیال د هرات د پخواني والي  « تورن امان الله نیکزاد» زوی وو، پلار یې د طالبانو له مشهورو قوماندانانو څخه وو، خو خپله رازمحمد ننګیال  څه موده وړاندې له طالبانو لاره بېله کړه او  د ملا منان نیازي په مشرۍ په هرات کې د حکومت پلوه وسله والو  له ډلې سره یو ځای شو او ددې ډلې د نظامي چارو د سمبالښت دنده یې په غاړه واخسته.

که څه هم، تر دې دمه امریکايي ځواکونو د بمبار لامل نه دی څرګند کړی؛ خو پخواني ولسمشر «حامد کرزي» دا برید په کلکو ټکو غندلی او دا ډول بریدونه یې بشري جنایت یاد کړی.

د کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جګړې ښکېلې خواوې باید د جنګ اور ته لمن ونه وهي او  ټول باید د تلپاتې سولې لپاره عملي او صادقانه ګامونه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

یار نن سبا د ایران او امریکی خبری دومره په جوش کی دی چی د سولی تش په نامه پروګرام یی هم خپل تاثیر لاندی راوستی. نور فکر کوم داسی خبرو ته څوک غوړ هم ننسی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x