نړۍ

ټرمپ: د ایران برید مرګ ژوبله نه لري او موږ ورته له مخکې احتیاطي تدابیر نيولي وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، په سيمه کې به د ایران ترهګري ونه زغمي او زياته کړې يې ده، چې د ایران له لوري په عراق کې پر امريکايي اډو ترسره شوي برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ټرمپ ويلي، دوی له وخت مخکې احتیاطي تدابیر نيولي وو او له همدې امله چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د امريکا ولسمشر خبرداری ورکړی، چې د ایران ګواښونه او سرکشي به هېڅکله ونه زغمي او په وينا يې ایران د پرمختللې مهذبې نړۍ لپاره ګواښ دی.

وړمه شپه د ایران له لوري د عراق په جنوب کې پر امريکايي اډو له برید وروسته د امريکا ولسمشر له لوړپوړو امريکايي جنرالانو او ملکي چارواکو سره خبرې ناستې ته د وينا پر مهال وويل: «امريکا د نړۍ تر ټولو غښتلی ځواک لري، له موږ سره د نړۍ نوې او پرمختللې وسلې شته، خو د پوځي شخړې د زياتېدو پلوي نه کوو.»

نوموړي يو ځل بيا د ایران د سپاه پاسداران «القدس» ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني له وژنې دفاع وکړه او زياته يې کړه، چې سليماني د زرګونو خلکو وژونکی و.

هغه وويل، که امريکا په منځني ختيځ کې خپلې ترهګرۍ ته دوام ورکړي، دی به هم له ناټو وغواړي، چې د ایران مخنيوي لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د يادونې وړ ده، چې وړمه شپه ایران په عراق کې د امريکا پر عين الاسد او اربيل پوځي اډو توغندیز بریدونه وکړل او ایراني تلويزون د سپاه پاسداران د سرچينو په حواله ادعا کړې وه، چې په دغو بریدونو کې اتيا امريکايي عسکر وژل شوي، خو پنټاګون او عراق د ایراني چارواکو ادعا رد کړې او وايي، چې په دې بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داسې ښکاري، چې پر امريکايي اډو له توغنديزو بریدونو وروسته ايران ارام شي او د نورو سترو عملياتو هوډ ونه لري؛ ځکه چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي او د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي، له امريکا يې د جنرال سليماني د وژنې غچ واخيست، په داسې حال کې، چې په دغو بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x