افغانستان

کورنیو چارو وزارت: څلور ویشت ساعتونو کې ۱۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۸ل): په کابل ښار کې د نا امنیو، اختطافونو او مسلسلو غلاوو په تړاو د ښاریانو تر ژورو اندېښنو وروسته، د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت تېره شپه په کابل کې د غلو او مجرمینو په وړاندې ځانګړي عملیات پيل کړي وو، چې د وزارت په خبره، تر دې دمه پکې اتلس تنه په جرمونو تورن کسان ګوتو ته ورغلي.

له کورنیو چارو له وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکي «د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې پولیسو کابل ښار کې د ګرځنده ګزمو په ترسره کولو او د څو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، عامه امن و نظم د اخلال، شکونې، غیرقانوني وسلو ګرځونو او لارنیونې په تړاو ۱۸ تنه نیولي دي.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «یاد کسان د کابل ښار د دویمې، درېیمې، اوومې، اتمې، نهمې، پنځلسمې، شپاړلسمې، اولسمې او اتلسمې امنیتي حوزو له اړوند سیمو نیول شوي دی.»

د خبرپاڼې په بنسټ، د مجرمینو په وړاندې په ترسره شویو عملیاتو کې څلور میله تفنګچې، دوه عرادې موټر او اته برچې د پولیسو لاس ته ورغلي.

کورنیو چارو وزارت داسې مهال په کابل کې د جنايي جرمونو په وړاندې د عملیاتو ترسره کولو خبر ورکوي، چې په کابل کې جنايي جرمونه په بې ساري ډول زیات شوي، وسله وال غله له ښاریانو څخه موبایلونه، بکسونه او نور قیمتي شیان لوټي او د نه ورکولو یا مقاومت په صورت کې یې وژني.

د مشرانو جرګې یو تن غړی «زلمی زابلي» د کورنیو چارو وزارت له قوله وایي، چې  یوازې په تېره میاشت کې ۵۰۰ تنه د کابل ښاریان په جنایي پېښو کې د کابل دننه وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالخالق فردوس

کورنیو چارو وزارت: څلور ویشت ساعتونو کې ۱۸ مجرمین نیول شوي! پورتنۍ جمله غطله لیکل شوې دی، هیله ده دا اشتباهات اصلاح کړئ. دا جمله دا مانا ورکوي چې ۱۸ تنو باندې محکمې حکم کړی او بیا تښتېدلي دي حال داچې داسې نه دی بلکه دا نوي اشخاص دي چې د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي دي. تاسو باید داسې لیکلې وه ( کورنیو چارو وزارت: څلور ویشت ساعتونو کې د بېلابيلو جرمونو په تور ۱۸ تنه نیولي دي. کله چې یو شخص ونیول شي هغه ته د تورن اصطلاح کارول کېږي، هغه مهال یو شخص مجرم بلل کېږي… نور لوستل »

جميل

بيا فساديانو پيسو ته لاره جوړه کړی ، دی غلو به د خپلو ناحيو پوليسو ته حق نه ورکاوه چی ونيول سول او يا داچی خس دزد(د وړو غلاووغله) به وی او واسطه او وسيله به نلری ، کنه غټ غله او قاتلان خو يا په لوړو منصبونو کی دی او يا لوړی او غټی واسطی لری . تف او لعنت دی وی پر هغو افغانانو چی د دی مفسدو ، فحاشو او بیهمتو خاينو غلامانو ملاتړ کوی . آفرين په طالبانو چی تر غلامانو ډير غريب او مسکين هم دی او د غلام دولت په شلمه به پوليس هم… نور لوستل »

اجمل

صرف دا یوه فقره دی په قانون کی اضافه شی: قصاص، د غله ندی لاسونه پری شی او قاتل د قصاص شی امن امن دی. خو د کابل اداره د بین الملل حقوقو ته درناوی په کولو اسلامی حدود تر پښولاندی کړی. بین الممل قوانین په هغه ځایونو کی عملی کیږی چی هلته د ځنګل قانون نوی دلته خو افغانستان نه یی مسلمان درست مسلمان دی او نه هم عام خلک درست سړی دی.

مجاهد

اجمل صاحب ! دا خو د الهی نظام سزاوی دی دموکراسی د الهی نظام په مخالف قطب کی قرار لری په دموکراسی کی علا ، دروغ او درغلی خو د دجالی نظام ایمان او تقوی کی شمیرل کیږی. د ځنګل قانون ( دموکراسی ) کی خو دا غلاوی روا کار دی د دیرش زره پشتنو قاتل دوستم د جمهوری ریاست معاون دی او تاسی د قصاص یادونه کوی ، کرزی، غنی او خلیلزادد د امریکا کم و زیات دوه تریلونه ( دوه زره بیلونه دالر ) غلا کړل تر ټولو لمړی باید د هغوی لاسونه قطع شی . بیا امریکایانو… نور لوستل »

جميل

اجمل خان !
تاسی چيری په کوم ماحول کی د څه رنګه مسلمانانو سره اړيکی لری چی تاسوته درست مسلمانان نه ښکاری او د کومو افغانانو سره په اړيکه کی ياست چی تاسو ته درست سړی نه ښکاری .
چی څومره خپل ځان ، خپلو مشرانو او خپلوانو ته د نامسلمو او د نه سړيو خطاب وکړی هغه ستاسو کار دی خو هيله کوم چی ټوله افغانانوته بد مسلمان او بد سړی مه واياست ، لوستونکی به ستاسو پر اسلام او سړيتوب شک وکړی .

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x