
کندز: «پر مدرسه هوايي برید شپږ زده کوونکي وژلي»
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۸ل): راپورونه وایي، دولتي چورلکو په کندز ولایت کې پر یوه دیني مدرسه بمبار کړی، چې له امله یې شپږ تنه زده کوونکي وژل شوي.
شمشاد تلویزون د سیمې د اوسېدونکو له قوله لیکلي، چې برید د کندز ښار اړوند «چقرقشلاق» نومي سیمه کې پر یوه دیني مدرسه شوی، چې شپږ تنه زده کوونکو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د سیمې د اوسېدونکو په خبره، دولتي ځواکونو پنځه تنه نور زده کوونکي له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي.
یاده دې وي، چې تر دې دمه امنیتي بنسټونو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې دولتي ځواکونه دیني مدارس هدف ګرځوي، تر دې وړاندې هم په کندز کې د دستاربندۍ په مراسمو، په غزني کې په نورالمدارس مدرسه او د هیواد په بېلابېلو برخو کې په شته دیني مدرسو بریدونه شوي او لسګونه کسان پکې وژل شوي؛ خو حکومت یې په تړاو هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.
### دى په هغه چا وى چې د مدرسو څخه سنګرونه جوړوى او ## دى په هغو وى چې مدرسه بمباروى.