ټکنالوژي

له سامسنګ وروسته ایپل هم د دوه ارزانه مبایلونو وړاندې کولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سامسنګ مشهور شرکت د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې اعلان کړی و چې د نوي کال په پېل کې به خپلو مینوالو ته نوي دوه ځیرک مبایلونه وړاندې کړي، سامسنګ خپل نوي مبایلونه (ګلیکسي ایس ۱۰ لایټ او نوټ ۱۰ لایټ) د جنوري میاشتې په ۷مه نېټه د امریکا په لاس ویګاس کې د یوه نندارتون پرمهال وړاندې کړل.

اوس د امریکا مشهور شرکت ایپل اعلان کړی چې په ۲۰۲۰م کال کې به خپلو مینوالو ته دوه داسې ځیرک مبایلونه وړاندې کړي چې د غوره ځانګړتیاو سربېره به یې د نورو مبایلونو په پرتله نرخ ټيټ وي.

ايپل شرکت په پام کې لري چې په ۲۰۲۰م کال کې ۵ یا ۶ داسې مبایلونه چې نرخ یې مختلف او د زیاتو کاروونکو د استعمال وړ وي وړاندې کړي، په دې کې په دوه داسې مبایلونه وي چې نرخ به یې د پخوا په پرتله ټيټ وي.

د ایپل لخوا د ورکړل شویو لومړي راپورونو په وینا، دغه دوه نوي مبایلونو کې به د OLED پرځای LCD ډیسپلی ورکړل شي چې یو مبایل به ۵ او دویم به ۶ انچه ډيسپلی ولري، دې ته د ایفون ایس ای ۲ نوم ورکړل شوی دی.

د ځینو نورو معلوماتو له مخې ایپل به دغه دوه نوي ارزانه مبایلونه په مارچ میاشت کې د یوه نندارتون پرمهال معرفي کړي، چې درې رنګونه به ولري او د ۶۴ او ۱۲۸ جي بي حافظې لرونکې بېلا بېلې نسخې لري.

ویل کیږي چې ددې مبایلونو ډیزاین ایفون ۸ ته ورته ورکړل شوی، په دې کې د ایپل نوی A 13 پراسیسر استعمال شوی، کوم چې په ایفون ۱۱ کې ورکړل شوی دی، ددې مبایل بیه تر ۴۰۰ ډالرو ښودل شوې ده.

د یادو مبایلونو سربېره ایپل په پام کې لري چې خپل ځانګړی مبایل (ایفون ۱۲ او ۱۲ پرو) د روان کال په ستمبر میاشت کې وړاندې کړي چې د فایو جي خدمتونه به هم ولري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close