ککړه هوا د ګڼ شمېر ناروغیو سربېره هډوکي هم کمزوري کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هوا ککړتیا څخه د تنفس، زړه ناروغيو، رواني او دماغي، شکر او داسې نورو ناروغیو رامنځته کېدلو په اړه یو شمېر طبي څیړنې ترسره شوي، خو اوس پوهان وایي چې د هوا ککړتیا له کبله د انسان هډوکي هم کمزوري کیږي.

طبي پوهان باور لري چې دوه نیم میکرو متره ذرې چې 2.5 PM هم ورته ویل کیږي، د انسان زړه، سږي، پښتورګي، سترګې، دماغي او رواني روغتیا لپاره زیانمنې دي خو د هوا ککړتیا څخه په خپله د هډوکو دننه معدنیات کمزورې کیږي.

په دې اړه د اسپانیا په برسلونا ښار کې د نړیوال روغتیا سازمان کارپوه (کاترین ټون) د هندوستان په حیدر اباد ښار کې د ۲۳ سیمو کتنه وکړه او ټولټال د ۳۷۰۰ کسانو طبي معاینه یې ترسره کړه.

په دغه کسانو کې د هډوکو دننه د معدنیاتو کمښت عامه طبي معاینه ترسره شوه، په دې معاینه کې د ورنونو او ملا په هډوکو کې د شته منرالونو ازموینه وشوه، د همدې معاینې په ترڅ کې د بندونو او د عضلاتو دردونو وړاندوینه کیږي.

د څیړنې له پایلې څرګنده شوه، که چیرې په یو متر مربع کې د دوه نیم میکرو متره ذرو اندازه ۳۲.۸ میکرو ګرامه وي، نو دا ککړتیا د نړیوال روغتیا سازمان له ټاکلې اندازې او معیار څخه درې چنده زیاته ده، چې د هډوکو د کمزورۍ لامل کیدلای شي.

په افغانستان، پاکستان او افریقایي هېوادونو کې د زیاتره سیمو په کورونو کې د  لرګیو او نورو څیزونو په واسطه له اور څخه کار اخیستل کیږي، که چیرې دغه اور او  ددې لوګی په څلور دیوالۍ کې وي نو تور لوګی بدن کې دوه نیم میکرو ګرامه ځانګړې ذرې زیږوي، دغه ککړتیا سوکه سوکه بدن ته داخلیږي او د هډوکو کمزورتیا سربېره د ګڼ شمېر نورو ناروغیو لامل کیږي.

باید وویل شي چې له تېرو  دوه میاشتو راهیسې د افغانستان په شمول په هندوستان او پاکستان کې د هوا ککړتیا وژونکي حالت ته رسیدلې ده، یوازې د افغانستان پلازمینه کابل کې تېره میاشت د  هوا ککړتیا له کبله ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د