“زما د مور اته درواغه”

ليکوال:مصطفی العقاد

ژباړن: هدایت الله همیم

تل نه: مور مې حقیقت وايي.
اته ځله: مور مې درواغ راته ویلي.

کیسه زما د زیږېدو له ورځې پیلېږي، په یوه ډېره بې وزله کورنۍ کې زه یوازېنی هلک وم، خواړه مو نه لرل، خو کله به مو چې لږ وریجې پیدا کړې، لوږه به مو یوڅه ورسره کمه شوه.

مور به مې زما برخه راکوله.. خو له خپلې کاسې به یې زما خوا ته وریجې را اچولې. راته ویل به یې: زویه، دا وریجې وخوره، زه وږې نه یم.
“دا یې لومړی درواغ و”

کله چې لږ لوی شوم مور به مې چې د کور له کارونو وزګاره شوه د کور څنګ ته یوه کوچني بند کې به یې کبان نیول، زما هیله به دا وه چې یو کب ونیسو او خواړه پیدا شي، یوځل یې دوه کبان ونیول، ژر کور ته راغله او دواړه کبان یې پاخه او زما مخې ته کېښودل، لومړی کب مې وخوړ، خو مور به مې زما پاتې شوني خوړل، دا حالت مې چې ولید زړه مې په چاود شو، بل کب مې د هغې مخط ته کېښود.

بېرته یې زما مخ ته کېښود او ویې ویل: زویه، دا کب هم وخوره، ته پوهېږې چې زما کبان نه خوښېږي.
“دا یې دویم درواغ و”

کله چې لوی شوم باید ښوونځي ته تللی وای، خو دومره پیسې راسره نه وې چې د درس لګښت ورکړو، مور مې بازار ته ولاړه او له یوه کارګمارونکي سره یې هوکړه وکړه چې د دوکان جامې به یې اخلي او په کورونو به یې ګرځوي، په یوه باراني شپه مې مور وځنډېده، ما یې په کور کې انتظار کا، ووتم او په شاوخوا کوڅو کې مې ولټوله، د یوه کور دروازه کې مې ولیده چې د جامو پنډ یې پر شا و او دروازه یې ټکوله، غږ مې پرې وکړ: مورې راځه چې کور ته ستانه شو، ناوخته دی، باران ورېږي او هوا سړه ده، پاتې جامې سبا ګهیځ خرڅې کړه، موسکه شوه او راته دې کا: زویکه… زه نه یم ستړې شوې.
“دا یې درېیم درواغ و”

یوه ورځ مې ښوونځي کې وروستۍ کلنۍ ازموینه وه، مور ته مې زارۍ وکړې چې راسره ولاړه شي، زه ننوتم دا بهر راته په ټکنده غرمه او ګرمۍ کې په تمه وه، کله چې زنګ وکړنګول شو او ازموینه پای ته ورسېده، ووتم، په غېږ کې یې ټینګ ونیوم او د خدای په مرسته یې د بریالیتوب زېری راکا، له مور سره مې یوه ډکه پیاله وه، چې له ازموینې وروسته یې وڅښم، ومې څښه، مخ ته مې یې وکتل چې خولې پرې راروانې وې، پیاله مې ژر ورکړه ورته ومې ویل: دا وڅښه مورې.
ځواب یې راکړ: زویه، ته یې وڅښه، زه تږې نه یم.
“دا یې څلورم درواغ و”

د پلار له مړینې وروسته، مې د کونډې مور په ژوند کې کړاو او دردونه لا ډېر شول، د کور ټول مسوولیت یوازې د هغې پر اوږو شو، باید د کور ټولې اړتیاوې یې پوره کړې وای، ژوند لا سخت شو او هره ورځ مو لوږه ډېرېده، تره مې ډاکټر و او زموږ په ګاونډ کې اوسېده، ځینې وخت به یې دومره خواړه رالېږل چې مازې ژوندي پرې پاتې شو، کله چې ګاونډیانو زموږ دا حالت ولید چې ورځ تر بلې بدترېدو، مور ته مې یې وویل له یوه شتمن سړي سره واده وکړي ځکه دا لاهم کوچنۍ ده.
خو مور مې واده رد کړ او وویل: مینې ته اړتیا نه لرم.
“دا یې پنځم درواغ و”

کله مې چې درسونه خلاص او له پوهنتونه فارغ شوم، څه – ناڅه ښه دنده مې ومونده، باور مې دا و چې اوس زما د مور د ارامۍ وخت دی او د کور لګښتونه باید زما پر غاړه وي، په دې وخت کې مې د مور رغتیايي وضعیت هم ښه نه و، خو بیا یې هم په بازار کې هر هیځ مېوه خرڅوله او په یوه پوزي به ورته ناسته وه، ما ورته ویل چې د خپلې تنخا یوه برخه دې ته ورکړم او له دې کار لاس واخلي، خو زما خبره یې رد کړه.
هغې راته وویل: زویه، پیسې دې وساته، له ما سره دومره پیسې شته چې زما چاره پرې وشي.
“دا یې شپږم درواغ و”

زما د کار ترڅنګ مې درسم هم لوست چې ماسټري واخلم، همدا وو چې بریالی شوم او تنخا مې هم لوړه شوه، یوه جرمني شرکت په وزګار وخت کې جرمني کې د کار فرصت راکړ، ډېر خوشحاله شوم، د یوه نوي او نېکمرغه ژوند خوب مې ولید، کله چې ورغلم هرڅه سم وو، له مور سره مې اړیکه ونیوه، چې جرمني ته راشي او له ما سره واوسېږي.
خو هغې نه غوښتل زما شخصي ژوند کې مداخله وکړي، راته وویل: زویه… زه له لوکس ژوند سره اشنا نه یم.
“دا یې اوم درواغ و”

د مور عمر مې ډېر او بوډۍ شوه، په لعنتي سرطان ناروغۍ اخته شوه، یوڅوک باید ورسره وای، خو ما څه کړی وای چې زما او د مور ترمنځ کې څو هېواده واټن و، هرڅّه مې پرېښودل او هغې ته ورغلم، له جراحي عملیاتو وروسته بستړ کې وه، کله یې چې ولیدم راته موسکۍ شوه، خو زما زړه اور اخیستی و، ځکه ډېره کمزورې او بې سېکه شوې وه، دا نوره هغه مور نه وه چې ما مخکې پېژنده او لیدلې وه، له سترګو مې اوښکې وبهېدې، خو مور مې هڅه کوله زړه راکړي.
راته وویل: مه ژاړه زویه، زه د درد احساس نه کوم.
“دا یې اتم درواغ و”

…… کله یې چې دا خبره راته وکړه، سترګې یې پټې کړې او تر ننه یې بیا پرا نه نیستې.

هر هغه چا ته چې پخپل ژوند کې د مور د موجودیت له نعمته برخمن وي، مخکې له دې چې دا نعمت دې له لاسه ووځي، ویې ساته.

هر هغه چا ته چې خپله خوږه مور یې له لاسه ورکړې: تل په یاد ولره چې ستا لپاره یې څومره هسکې او ژورې او ستونزې ګاللې دي، مور ته دې له خدایه د بښنې او رحمت دعا وکړه.!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د