افغانستان

دفاع وزارت: دشینډنډ په عملیاتو کې مو هدف ترلاسه کړ؛ خو ملکي تلفات څېړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت دفاع وزارت وايي، د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو له لوري په ترسره شویو عملیاتو کې یې خپل «هدف» ترلاسه کړی؛ خو ملکیانو ته د تلفاتو د اوښتلو په تړاو څېړنې کوي.

تېره ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو د حکومت پلوه ملېشو په قرارګاه هوایي برید کړی وو، چې له امله یې د «منان نیازي» په مشرۍ د حکومت پلوه ډلې یو نظامي مرستیال «راز محمد نیکزاد» له خپلو لسګونو وسله والو سره یو ځای ووژل شو.

له دفاع وزارت څخه د یادو شویو عملیاتو په تړاو خپره شوې اعلامیه کاږي «تېره ورځ دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې خاص عملیات اجراا کړل، چې ددغو عملیاتو په پایله کې، هغه هدف چې افغان ځواکونو درلود ترلاسه شو.»

د دفاع وزارت په قول، په عملیاتو کې د امنیت ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی خو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته د تلفاتو د اوښتو ادعاوې څېړي.

قوماندان نېکزاد د طالبانو د پخواني قوماندان «تورن امان الله» زوی وو، چې څه موده وړاندې یې له طالبانو لاره بېله کړې وه او دا مهال یې د حکومت په خوښه د هغوی په وړاندې وسله واله مبارزه کوله.

لا هم څرګنده نه ده، چې حکومت د کوم لامل په اساس، په خپلو پلویانو برید کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظیمی

ایا پر داسی حکومت اعتبار شته چه د شا د خوا دی په چاړه ووهی. د داسی حکومت سره دوستی لکه د زهری مار، لړم یا لیونی سپی سره دوستی وکړی. ملامت هم نه دی. اختیار یی خپل نه دی. قیضه یی داسلام ددښمن په لاس کی ده. په عین حال کی دا ښه ژوندی مثال دی. او ښیی، چه مونږ د اعتبار وړ نه یوو.د خپل قدرت د ساتلو دپاره تر خپل دوست لا هم لاس نه اړه وو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x