نړۍ

په وزیرستان کي ډرون بریدونو ۷ وسله وال وژلي دي- چارواکي

drone_attacks_in_wazeristanنن ټکی آسیا: نن یو وار بیا امریکايي ډرون الوتکو په پاکستان کې د وزیرستان سیمه تر خپل برید لاندي راوستلې، او د رسمي سرچینو له قوله ویل شوي چي دغه برید د وسله والو طالبانو یو موټر په نښه کړی، او لږ تر لږه يې ۷ تنه وژلي دي.

ویل کيږي چي دغه برید د میرانشاه ختیځ ته په دیرش کیلو متری کي د میر علي په سیمه کې تر سره شوی.

او یو رسمي سرچيني په پيښور کي اسوشیتد پریس ته ویلي په دغه ډرون برید کي د وسله والو یو موټر په نښه شوی چي لږ تر لږه ۷ وسله وال په کښي وژل شوي دي.

د پاکستاني استخباراتو یو بل چارواکي ویلي چي په دغه موټر کي ټوله وسله وال بهرنيان وه، مګر دی نه پوهيږي چي دا کسان څومره مهم او مطلوب وه.

ویل کيږي چي د اسامه بن لادن د وژني وروسته دا ۸ برید دي چي د امریکایانو له خوا په وزیرستان کي ترسره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x