
غزل؛ عبدالکبير طلايي
عبدالکبير طلايي
هی افسوس دی تاریخي څلي شوه ړنګ ړنګ
مظلومان شوه د خپل تن په وینو رنګ رنګ
دلته تیرې قیامت خیزه حادثې شوې
لا ولاړ دي په وطن کې غرونه دنګ دنګ
انتظار د نالیدلو معاملو دی
چه یار ګرځي له غماز سره په څنګ څنګ
دا د ځينو کړو او وړو ته چه نظر کړم
د احساس وینه په جوش شي په غورځنګ ځنګ
چا لستوڼي لا پخوا ورته ویستلي
تر غوږ شوی د پرَدو ډولونو ډنګ ډنګ
طلائي کبیره جرړه ئی وتلې
چا چه حق سره وهلی سر په سنګ سنګ
عبدالکبیر طلائي