د سلیماني وژنه، د ایران انتقام او سيمه د يوبل بحران په لور.!

 م. عطاءالله مبارز

تيره اونۍ د عراق په پلازمينې بغداد کې د ايران د سپاه پاسداران د “القدس” ځواکونو پیاوړې قومندان تورن جنرال قاسم سلیماني د امریکا په يو هوايي برید کې له ګڼو نورو لوړ رتبه شیعه وسلوالو مشرانو سره يو ځای ووژل شو.

امریکا شیبه وروسته د برید پړه ومنله د امریکا ددفاع وزارت “پنټګان” په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې وويل چې یاد بريد يې د ولسمشر ټرمپ په مستقیم امر ترسره کړې او ټرمپ مستقیما د سلیماني د وژلو عملیات څارل، ټرمپ د سليماني له وژنې وروسته په خپل ټويټر پاڼه ولیکل چې موږ يو خطرناک ترهګر وواژه او دا يې خپله ستره بريا ياده کړه.

ايران يې په وړاندې دغوڅ ځواب خبر داری ورکړ او دجنرال سلیماني له جنازي او تدفین وروسته يې وړمه شپه په ګاونډي هيواد عراق کې د امريکايي پوځ دوه مهمې اډي په لسګونو بالاستیک توغوندیو وويشتلی چې د ایراني رسنيو په له قوله پکې اتیا امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله وواښته.

سلیماني د ایران او په سیمه کې دایران پلوه خوځښتونو لپاره څومره مهم و په دې کې شک نه شته چې جنرال سلیماني د ایران د مذهبي ريژيم لپاره يو مهم پوځي قومندان و او د ایران څخه د باندې يې د ایراني حکومت د ګټو د ساتلو لپاره د پټو عملیاتو مشرې کوله خو په سوريه کې دجګړو څخه وروسته مخامخ میدان ته راووت او د ولسمشر بشارالاسد د حکومت د ژغورلو لپاره يې د حکومت سُني وسلوال مخالفین وټکول او د اسد ريژیم چې وروستۍ سلګۍ يې وي د همدي جنرال په هڅو وژغورل شو.

په عراق، لیبنان او يمن کې يې د شیعه حرکتونو د ملاتړ په پار مستقیمه مداخله کوله عراقي چارواکو دسلیماني له وژل کيدو وروسته په ښکاره وويل چې همدا سلیماني و چې ددوي حکومت يې وساته دنوموړي تر وژنې وروسته د عراق پارلمان په يوه بيړنۍ غونډه کې له عراق څخه د ټولو امریکايي عسکرو د وتلو قرارداد منظور کړ چې د امریکايي ولسمشر ټرمپ غوصه يې هم را وپاروله.

جنرال سلیماني د اسرائلي اشغالګرو په خلاف د فلسطيني آزادي غوښتونکو خوځښتونو “حماس” او ” اسلامي جهاد” نظامي تمويل هم کاوه چې د جنازي په مراسمو کې يې د حماس د اسلامي تحریک سياسي مشر “اسماعیل هنیه” برخه واخیسته او هغه ته يې د قدس دشهيد لقب ورکړ.

امريکا د لاندې دوه لاملونو له وجې د سيمه ايزو هيوادونو ترمنځ مذهبي او سياسي اختلافاتو ته لمن وهي: لومړۍ دا چې سيمه کې پراخې طبعي زيرمې دي او ستراتيژيک موقعيت لري.او امريکا غواړي د خپلو ګټو لپاره په سيمه کې پراخ سياسي او نظامي حضور ولري.

دوهمه دا چې امريکا په نړۍ کې د وسلو تر ټولو ستر توليدونکی هيواد دی، او دا خبره طبعي ده، چې د وسلو د خرڅلاو بازار هغه مهال ګرم وي، چې د هيوادونو ترمنځ تشنج او اختلافات وي. او همدا لامل دی، چې تېر کال په سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو نړۍ کې له امريکا څخه ترټولو ستر د وسلو پېرودنکي هيوادونه وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د