افغانستان

ټاکنې: د ۱۶۵۰ محلونو رایې بیا شمېرل کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډحکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي، د شکایتونو د څېړلو په لړ کې یې پرېکړه کړې، چې د ۱۶۵۰ محلونو رایې به بیا ځلې شمېري او ښايي دا شمېره وروسته نوره هم لوړه شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي «قاسم الیاسي» وايي « په شلو ولایتونو کې د شاوخوا ۱۶۵۰ محلونو رایې بیاځلې شمېرل کېږي او ښایي دغه شمېره نوره هم لوړه شي.»

بل لور ته د کمېسیون یوه ویاند «محمد رضا فیض» ازادي رادیو ته ویلي، هغه محلونه چې د رایو بیا شمېرنه پکې کېږي، د هغو محلونو له ډلې دي، چې یا یې بایومټریک دستګاوې ورکې شوې، شکایتونه یې ډېر ثبت شوي او یا یې هم د رایو په شمېرنه کې ستر توپیر موجود دی.

د فیض په خبره، کمېسیون هڅه کوي، چې د روانې اوونۍ تر پایه د شکایتونو د څېړنې بهیر ۹۵ سلنه بشپړ کړي او په دې لړ کې امکان شته، چې د هغو محلونو په شمېر کې زیاتوالی راشي، چېرې چې رایې بیاځلې شمېرنې ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

نن سبا تر ټولو مزخرف او بی معنی خبرونه: د سولی او د انتخاباتو خبری دي. خوسی سړی نباید خپل وخت پری ضایع کړی. #########فکر نکوم چی نور څه په لاس ورشی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x