افغانستان

د هرات وکیلان: شینډنډ کې وژل شوي وسله وال د حکومت ملاتړي وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په ولسي جرګه کې د هرات د خلګو استازی وایي، په شینډنډ ولسوالۍ کې وژل شوي وسله وال د حکومت ملاتړي وو؛ خو هیڅ دولتي اداره یې د وژلو د انګېزې په اړه مالومات نه ورکوي.

منور شاه بهادي له «کابل نیوز تلویزون» سره په خپلو خبرو کې ویلي « سره له دې، چې موږ ته د پېښې په اړه معلومات راکړل شوي، خو بیا هم ټول وژل شوي کسان نه پېژنو، د ښځو او ماشومانو په ګډون د مړو جسدونه خراب شوي او وژل شوي کسان تر ډېره د ملا ننګیالي تر قوماندې لاندې وو، چې د افغان حکومت ملاتړ یې له ځانه سره درلود.»

بهادري زیاتوي « نن مې له حکومت کرکه شوې، حکومتي ادارو تر دې دمه حتی هیڅ د تسلیت اعلامیه هم نه ده خپره شوې، حکومت که له چا ملاتړ کوې، په نېکه لاره یې دې وکړي، دا پېښې یوازې په شینډنډ کې نه دي شوي، د افغانستان هر کونج ددې ډول پېښو شاهد دی او افغان حکومت او بهرنیان یې باید په اړه د افغانستان ملت ته ځواب ووايي.»

بل لور ته د شینډنډ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ملا ننګیالي او پلویانو پر قرارګاه باندې ډرون برید شوی، هغه له څلوېښت کسانو سره یو ځای وژل شوی او کله چې عامو خلګو په کوڅو کې له دې پېښې تېښته کوله، هغوی هم بمبار شوي او د مړو شمېر تر اتیا پورې رسېدلی.

د ګډ حکومت دفاع وزارت وايي، په شینډنډ ولسوالۍ کې په ترسره کړو عملیاتو کې خپل هدف ته رسېدلي؛ خو د ملکي وګړو د وژلو په تړاو به څېړني وکړي.

قوماندان نېکزاد د طالبانو د پخواني قوماندان «تورن امان الله» زوی وو، چې څه موده وړاندې یې له طالبانو لاره بېله کړې وه او دا مهال یې د ملا منان نیازي تر مشرۍ لاندې د طالبانو په وړاندې په راپورته شوې ډله کې د نظامي چارو د مرستیال دنده سرته رسوله .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

څوک چه له الله ج سره فاصله نیسی او دجال ته د یو څو ډالرو لپاره پناه وړی د همدغه برخه لیک سره به مخ کیږی چه هماغه دجال به یی په څپیړه وهی دا که معجزه نه ده نو څه ده. پوښتنه دا ده چه منان نیازی ولی ډالری رآأتولو او تراوسه د ورته برخه لیک سره نه دی مخ شوی ، والله اعلم .
الله ج د هر چا سره او د هغه د کړو سره مناسبه سزا ورکوی لکه کرزی او غنی تر اوسه بی سزا پاتی دی ولی ؟ والله اعلم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x