راشد خان، ۲۰۰ شل اوریزې لوبې او درې هیټریکه – ویدیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې نامتو سوکه توپ اچونکي راشد خان په خپل کیریئر کې ۲۰۰ شل اوریزې لوبې بشپړې کړې.

راشد خان اوسمهال د استرالیا په بیګ باش لیګ کې د اډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا لوبیږي چې وړمه ورځ یې په یاد لیګ کې خپل لومړی هیټریک وکړ.

۲۱ کلن راشد خان د ملي لوبډلې په ګټه تر دې دمه ۴۵ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي، نوموړي په یادو سیالیو کې ۸۴ ویکټې اخیستي، چې په یوه لوبه کې یې دوه واره ۵ او درې واره ۴ ویکټې اخیستي.

دغه راز ګوګلي ماسټر د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې خپله جادو ښکاره کړې، نوموړی د استرالیا تجارتي لیګ (بیګ باش) سربېره، د هند په آی پي ایل، د سویلي افریقا په امزانسي لیګ، د ویسټ انډيز په کرابین لیګ او د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ لیګ کې هم لوبېدلی دی.

راشد خان په ټولټال ۲۰۰ شل اوریزو لوبو «۲۸۴» ویکټې اخیستي، چې ددې سره یې د ویکټو درې هیټریکونه (په درې توپونو پرلپسې درې لوبغاړي سوزول) هم کړي دي.

لومړی هیټریک راشد خان په ۲۰۱۷م کال کې د ویسټ انډيز په کرابین لیګ کې، دویم هیټریک په ۲۰۱۹م کال کې د ایرلینډ پر وړاندې وکړ، نوموړي دغه لوبه کې په څلورو توپونو څلور لوبغاړي وسوزول.

دریم هیټریک یې د چهارشنبې په ورځ د استرالیا په بیګ باش لیګ کې ترسره کړ، نوموړی د نړۍ یو له هغو پنځو لوبغاړو شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې درې هیټریکونه کړي دي.

راشد خان تر دې دمه په ۴ ټیسټ سیالیو کې ۲۳، په ۷۱ یو ورځینو لوبو کې ۱۳۳ او په ۴۵ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۸۴ ویکټې اخیستي، نوموړي تر دې دمه په ۲۷۵ ټولو نړیوالو او تجارتي سیالیو کې «۴۴۰» لوبغاړي له میدانه بهر کړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close