نړۍ

لويديځې رسنۍ: ایران په تېروتنه اوکرايني مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د لويديځو هېوادونو چارواکو او استخباراتي ادارو ويلي، د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران پلازمېنې تهران ته څېرمه د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه د ایران هوايي ځواک په تېروتنه په نسکوره کړې ده.

امريکايي او برتانوي رسنيو هم ويلي، دوی داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي، چې ایران د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه په تېروتنه نسکوره کړې ده.

د برتانيې «ګارډين» ورځپاڼې او د امريکا «سي بي ایس» تلويزون ويلي، دوی د دوی د باوري استخباراتي ادارو له لوري داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د قاسم سليماني له وژنې وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي پر مهال ايران په تېروتنه د اوکراين الوتکه نسکوره کړې ده.

د کاناډا لومړي وزير جسټن ټرډو هم ويلي، د چهارشنبې په ورځ د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه د ايران له پلازمېنې تهران څخه له تېرېدو لږه شېبه وروسته نسکوره شوه.

کاناډا او برتانيې د دې پېښې د بې پرې او هر اړخيزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

ويل کيږي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د اوکراين بوينګ ۸۰۰۰-۷۳۷ ډوله مسافر وړونکې الوتکې په تهران هوايي ډګر کې له دمې او تېلو اچولو ورورسته پرواز وکړ او اته دقيقې بعد نسکوره شوه، چې د عملې په ګډون په کې ۱۷۶ مسافر ووژ شول.

په دغه الوتکه کې لس افغان مسافر هم سپاره وو.

اوکرايني چارواکو په خپلو لومړنيو څرګندونو کې ويلي، دوی معلومات کوي، چې دا الوتکه خو به په توغندي نه وي لګېدلي.

خو ایراني چارواکو دا اندېښې او راپورونه رد کړي دي.

اوکرايني مسافر وړونکې الوتکه وروسته تر هغه نسکوره شوه، چې د تېرې چهارشنبې په شپه ایران د عراق په جنوب کې پر دوو امريکايي اډو توغندیز بریدونه کړي وو.

د الوتکې له نسکورېدو وروسته د الوتنو او امنيتي چارو شاوخوا پنځوس تنه نړيوال کارپوهان تهران ته رسېدلي، د الوتکې نسکورېدو په اړه يې څېړنې پيل کړي او له ایران څخه د الوتکې د تورو صندقونو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي، خو ايران لا هم د نړيوالو کارپوهانو او حکومتونو غوښتنه نه ده منلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ايران په دغه شپه د امريکا د احتمالي غبرګون له وېرې خپل رادار او هوايي ضد سيستم فعال کړی وو، بې لدې چې خپل هوايي ډګرونه يې تړلي وائ.

د اوکراين الوتکه د همدې سيسټم له خوا کشف او په اتومات توګه د راکټ ښکار شوې ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x