نړۍ

د امريکا ولسي جرګې د ټرمپ د جګړې واک کمولو قراداد منظور کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسي جرګې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جګړې واک کمولو قراداد منظور کړ.

د ولسي جرګې وکيلانو د امريکا او ایران ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي پر مهال يو قراداد د بحث لپاره وړاندې کړ او د جرګې غړو د رايو په اکثريت د جګړې په اړه د ټرمپ واک د کمولو قراداد منظور کړ.

په ولسي جرګه کې د اپوزيسيون ديموکراتانو اکثريت دی.

په ولسي جرګه کې د ديموکراتانو ۲۲۴ وکيلانو د قرداد په حق او ۱۹۴ جمهوري پلوو وکيلانو په مخالفت کې رايې وکارولې.

تر دې وروسته به دا قراداد مشرانو جرګې ته وړاندې کيږي او هلته د واکمن جمهوري پلوو ګوند اکثريت دی.

سپينې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ د جګړې واک د کمولو قراداد د خندا وړ او د ولسمشر د ناکامولو سياسي هڅه بللې ده.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، ایران په پرله پسې توګه امريکايان په نښه کوي او د ديموکراتانو له لوري منظور شوی قرداد د امريکايي ولس د ژغورنې حق ته زيان رسوي.

ولسي جرګې دا قراداد وروسته تر هغه منظور کړ، چې د تېرې جمعې په سهار امريکا د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د ایران د القدس ځواکونو مشر قومندان جنرال قاسم سليماني او په عراق کې د حزب الله ملېشو مرستيال ابو مهدي مهندس په يوه برید کې ووژل.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ويلي و، قاسم سليماني يې د ولسمشر ټرمپ په امر وژلی دی.

د ولسي جرګې ديموکرات مشرې نانسي پلوسي ويلي و، د ټرمپ له دا ډول کړنو د امريکايي ولس امنيت له ګواښ سره مخ کيږي او بايد د جګړې واک يې محدود شي.

د قاسم سليماني له وژنې وروسته ایران د عراق په جنوب کې د امريکا پر دوو پوځي اډو توغنديز بریدونه وکړل، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

يو شمېر رسنيو او کارپوهانو د ديپلوماتيکو سرچينو په حواله ويلي و، چې ایران دا بریدونه د امريکا په مشوره په دې شرط کړي وو، چې مرګ ژوبله به نه پېښوي، تر څو د ایراني ولس غوسه خاموشه شي.

له دې بریدونو وروسته د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي و، د قاسم سليماني د وژنې انتقام يې واخيست او داسې ښکاري، چې واشنګټن او تهران د تاوتريخوالي په کمولو سلا شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په منځنی ختیز کی د حالاتو د ارزونی له مخی زما په اند نه بغدادی او نه سلیمانی وژل شوی صرف نومونه یی بدله شوی کوم ګاړی یی په نښه کړی چه هغه کی بغدادی او دی کی سلیمانی ووژل شو هو نومونه به یی بدل شوی بغدادی او سلیمانی دواړه ژوندی دی د بغدادی په وژلو یی ایران یا اهل تشیع او د سلیمانی په وژلو یی سعودی یا اهل تسنن خوشاله کړل چه د یو بل څخه غچ اخستنه وکړی. او منځنی ختیز کی د الهی نظام د پیاده کولو مخه یی نیولی او د اسراییلو په مشری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x