افغانستان

طالبان: د منځني ختیځ بحرانونه د افغان سولې پر پروسه منفي اغېز نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» هغه اندېښنې بې ځایه وبللې، چې ښودله یې، د ایران او امریکا تر منځ روان بحران به د افغان سولې پر پروسه منفي اغېز وکړي.

سهیل شاهین دغه څرګندونې د امریکا غږ له انګلیسي څانګې سره کړې، نوموړي ویلي « وروستي تحولات د افغان سولې پر پروسه منفي اغېز نه لري؛ ځکه د سولې هوکړه نهايي شوې او یوازې لاسلیک ته پاتې ده.»

شاهین دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کوي، چې ایران د خپل پوځي قوماندان د غچ اخستلو تر نامه لاندې د عراق په جنوب کې د «عین الاسد» او «اربېل» امریکایي پوځي اډې تر توغندیزو بریدونو لاندې راوستې، که څه هم ایراني چارواکو د اتیا امریکایي عسکرو او دروند مالي زیان ادعا کوله؛ خو د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» بیا حالت عادي وباله  او ادعا یې وکړه، چې هیڅ امریکایي او عراقي عسکر ته په پېښه کې زیان نه دی رسېدلی.

د ایران او امریکا تر منځ د وروستیو بحرانونو له پیل راپدېخوا یو شمېر شنونکو اندېښنه ښودله، چې ښايي دا بدلونونه د افغان سولې مسیر بدل کړي.

دا اندېښنې هغه وخت نورې هم باوري شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» ایران په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې په ملاتړ تورن کړ او له ایران سره د طالبانو اړیکې یې د سولې د پروسې لپاره زیانمنوونکې یادې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

بیا بیا وایم: سوله د امریکی او پنجابیانو په لاس کی ده. مذاکره کوونکو ته په اصل کی د کابل اداره او طالبان د اهمیت وړ ندی. هر کله چی آی اس آی له امریکایانو سره په توافق ورسید بیا به طالب مشرانو ته په قطر کی وایی چی امضای یی کړی. خو پداسی وخت کی چی د ایران او امریکی تر منځ حالات خراب دی امریکه به په هیڅ صورت په مکمل ټول سره له افغانستان څخه ونوځی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x