افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د کابل د ټولو امنیتي حوزو پرسونل بدلېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په کابل ښار کې د اختطافونو، غلاوو او جرمونو په تړاو د ښاریانو تر زیاتېدونکو اندېښنو وروسته د کورنیو چارو وزارت په دې ښار کې د غلو او مجرمینو په وړاندې ځانګړي عملیات په لاره اچولي او تر څنګ یې د ټولو امنیتي حوزو د مسئولینو او پرسونل د بدلون پرېکړه کړې.

د کورنیو چارو وزارت وایي ، ددې پرېکړې له مخې د حوزو ټول مسئولین او پولیس بدلېږي او نوي فارغ شوي لسانسه «کدرونه» یې پر ځای ګمارل کېږي.

د وزارت په خبره، تر دې دمه یاده شوې طرحه په لومړۍ او پنځمه امنیتي حوزو او د کابل په «ده سبز» ولسوالۍ کې پلې شوې.

د کورنیو چارو وزیر «مسعود اندرابي» طلوع نیوز ته ویلي « نوي ګمارل کېدونکي پرسونل، زده کړې خلاصې کړې، هغوی مو کابل ته راوستلي تر څو نوي  پولیس ولرو، دوی که څه هم له سیمې سره ډېره اشنايي نه لري؛ خو په هره ساحه کې مو د همکارۍ لپاره څارونکي ورته ټاکلي.»

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې، په کابل ښار کې د جرمونو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی او د وسلې په مټ له خلګو څخه د موبایلونو، بکسونو او نورو قیمتي شیانو لوټل ورځنۍ تکراري پېښې ګرځېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا یو مثبت کار دی. هغوی چی وسیله او واسط له پخوا درلوده تر اوسه کابل پاتی دی پر غلا او غلو سره تړون لری باید ټول ورک شی او پر ځای یی تحصیل کرده ځوانان را منځ ته شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x