افغانستان

«تخار کې هوایي برید د یوې کورنۍ یوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د تخار ولایت په «درقد» ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو هوایي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

له سیمي څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې برید تېره ورځ سهار مهال د درقد ولسوالۍ په «قره تپه» سیمه کې د ملکي وګړو په کورونو شوی، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د راپورونو له مخې، په برید کې درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

یاده دې وي، چې د تخار امنیتي چارواکو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x