افغانستان

پکتيکا: طالبانو د امريکايي عسکرو هليکوپتر رانسکوره کړې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۸): طالبانو د پکتيکا ولايت زيړوک ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو هليکوپتر ويشتلې او رانسکوره کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د زيړوک ولسوالۍ کېښام سیمه کې یې امريکايي هليکوپتر رانسکوره کړې چې پکې د هليکوپټر عمله او ټول سپاره عسکر وژل شوي دي.

مجاهد زياتوي چې له پېښې وروسته امريکايي چورلکو سيمه محاصره کړې ده او د ملکي وګړو په کورونو يې هوايي بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې یې د خيال جان په نامه يو ملکي وګړی وژل شوی دی.

بل لور ته د ملي دفاع وزارت ويلي دي چې دغه M-17 ډوله چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله په پکتيکا ولايت کې بېړنۍ ناستې ته اړه شوې چې وروسته له منځه وړل شوې ده او په وينا يې چې په پېښه کې هيچاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بايد وويل شې چې د تيرې چهارشنبې په ورځ هم په فراه او پکتيکا ولايتونو کې د ملي اردو دوه چورلکې رانسکورې شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د کابل د غلامانو او بادارانو له خوا د هر الوتکی او یا ټانکو په نسکوریدلو عوامل :

لمړی : د هوا د خرابوالی له امله
دوهم : د تحنیکی ستونزو له امله

بیړنی ناستو ته مجبوره شوی ، سپارو کی یو یا دوه کسه زخمیان او الوتکی یا تانګونه په پوره ډول له منځه تللی یعنی انسانان تر اوسبنو هم کلک او پیاوړی دی. حیرانوونکی !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!۱

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x