
ایران: که د افغانستان پارلمان امریکایان نه باسي، ښايي دمقاومت ډلې دا کار وکړي
نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۸): د ایران د هوایي ځواک مشر «سردار امیر علي حاجي زاده» وايي، د افغانستان، کويټ، اماراتو، عمان او قطر هیوادونو ملتونه باید امریکایي ځواکونه وباسي او په خبره، یې که پارلمان دا کار ونکړي، ښايي د مقاومت د ډلو د لارې امریکایان له سیمې څخه تېښتې ته مجبور کړل شي.
د مهر خبري اژانس په حواله، امیر علي په تهران کې یوې خبري ناستې ته ویلي « د سیمې ملتونو ته وایم، څه ډول چې د عراق پارلمان او ملت د امریکایانو د ایستلو او خروج تصمیم ونیو، د افغانستان، کویټ، قطر، عماراتو او عمان هیوادونو ملتونه هم باید امریکایان له سیمي وباسي او که چېرې هغوی دا کار ونکړي، د مقاومت ډلې به دا تصمیم ونیسي او له سیمې به امریکا وباسي.»
علي زاده ددې تر څنګ د امریکا ملت ته په خطاب کې ویلي، چې هغوی باید د خپل ځان او مال ساتنه وکړي او امریکايي چارواکي پرېنږدي د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره د هغوی ژوند په خطر کې واچوي.
نوموړي زیاته کړې « د صهیونستانو تمویل تر دې دمه امریکا ته هیڅ کومه ګته نه ده رسولې، د امریکا ګټه په دې کې ده، چې په ډېر کم قیمت سیمه پرېږدي او په داوطلبانه ډول له عراق، افغانستان او عربي هیوادونو ووزي، څومره چې زه خبر یم د مقاومت هستې دا مهال د تشکیل په حال کې دي او امریکا په ډېر لوړ قیمت د سیمې پرېښودلو ته اړ باسي.»
ایران داسې مهال د کابل حکومت پر پارلمان د امریکایي ځواکونو د ایستلو غږ کوي، چې د امریکا له لوري د ایران د قدس ځواکونو د مشر «قاسم سلیماني» تر وژل کېدو وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې.
په ورته وخت کې د ایران په ګاونډ کې د عراق پارلمان څو ورځې وړاندې د رایو په اکثریت سره له خپل هیواد څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو قرارداد منظور کړ؛ خو امریکایي ولسمشر يې په ځواب کې وویل، هغه وخت به له عراق ووزي، چې هلته په پوځي اډو او نورو برخو کې شوی مصرف ورته ورسېږي.
وس ئ شه خوند وکړ ???
له امرېکېانو سره خو تاسی ده افغانستان په اشغال کی مهمه ونډه اخېستې وه ???
ستاسو دوه مخېتوب نړی ته معلوم ده
الله ج
دی حساب له تاسی سره وکړې
جناب حاجی زاده ! خروج قشون امريکايي از اين کشورها بالکل خوبست، ولی متاسفانه حکومت ها وپارلمانهای اين کشورها هرگز نيروهای امريکایی را از کشورهای خود اخراج نمی کنند. مردم عام و به گفته شما نيروهای مقاومت هم اين کار را کرده نميتوانند. اين کار غير از کشتن مردم عام و برهم زدن وتخريب امنيت اين کشورها وصدها نابسامانيهای ديگر فايده ونتيجه ديگری ندارد . الحمد لله شما به صفت يک کشور وحکومت مقتدر زور، نيرو واسلحه فراوانی داريد لطف فرموده شما خودتان با امريکايي ها اعلان جنگ نماييد، در آنصورت مردم اين همه کشورها از شما پشتيبانی معنوی خواهند… نور لوستل »
باید ټول اسلامی ملکونه په اتحادامریکایان اوانګریزان له ملکو وباسی که ټوله اسلامی نړۍ اتحاد وکی ډیرژربه داددنیادمفسدینوله منګولو خپل ملکونه وژغوری هرچیری داسلامی ملکودلاس اوګریوان سبب همدغه مفسدین دی دتخریبودپاره پیسی دملک وبیننګوته ورکوی لکه اشرفغنی ،کرزۍ اوهم په عربی ملکوکی ایجنټان لری – که دوی له ملکوونه ایستل سی هیڅکله به په اسلامی ملکوکی ورورګلوی اواتحادرانسی. په احترام عبدالواحد اڅګزۍ
السلام عليکم و رحمت الله, په دي کي هيڅ شک نشته چي ايران د امريکا سره پټي پخي اړيکي لري او وخت نا وخت يو بل ته سره لاس ورکي او دواړه خپلي ګټي سره خوندي کوي, د قاسم سليماني وژنه هم يو ددغو پټو معاملو څخه ده هغه دا چي, قاسم سليماني ځان د خپل رهبر د صفر درجي عسکر باله او هدف يي په منطقه کي د سعودي د لاس لنډول او د شيعه سخت دريځو دنفوذ پراخول وؤ چي په اصل کي دايران د نفوذ پراخول دي او رهبر يي هم هغه څخه ښه استفاده وکړه. بل… نور لوستل »
دا د مشرکو شیعه ګانو صریحه لاسوهنه ده. ستاسو یی څه دا مقاومت په ګوته کړه چی د ملا ننګیالی په سرنوشت ګرفتاره شی.
سعید صاحب ! ستاسی د خبری په تایید ، تاسی به هم اوریدلی وی چه رفسنجالی له امریکا ګیله کوله د ګیلو په لړۍ کی یی ورپه یاد کړه چه : [ د ایرانیانو مرسته له امریکایانو سره نه وی د هغوی اشغال به بریاوی نه وی ترلاسه کړی ] زما په اند ایرانی اخوندان مونږ افغانانو او ټولی اسلامی نړی ته تر یهودو او نصاراوو او حتی ټول مظلوم بشریت ته ډیر خطرناک دی. د همدی امله خو امریکایانو ( له هغه وروسته چه رضا شاه ورته نوره ګټه نه لرله ) رضا شاه یی د بریطش نظامی الوتکه… نور لوستل »