افغانستان

دانش: د سولې لپاره د لاسته راوړنو قرباني کول د شاته تګ په معنا دي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۸): د ګډ حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وايي، سوله د افغانانو یوه حیاتي اړتیا ده؛ خو د اتلس کلنو لاسته راوړنو قرباني کول ورته د شاتګ په مانا دي.

دانش دغه څرګندونې، د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو د سفیرانو سره د لیدنې په مهال په کابل کې کړي، نوموړي ویلي، چې د افغانستان د سولې په قضیه کې له یوه لوري د جنګ پای ته رسول او له بل لوري د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو ساتل مطرح دي، چې د افغانستان د خلګو لپاره حیاتي ارزښت لري.

دانش زیاته کړې « د افغانستان حکومت او خلګ د سولې طرفدار دي، خو تیار نه دي د دوو لسیزو لاسته راوړنې د سولې لپاره قرباني کړي او په دې توګه افغانستان په سیاسي او فرهنګي اړخ کې شاته وګرځي.»

د نوموړي په قول، د سولې د پروسې د وړاندې تګ لپاره اړینه ده بین الافغاني مذاکرات د افغان حکومت په مدیریت مخ په وړاندې ولاړ شي.

دانش داسې مهال اتلس کلنې لاسته راوړنې د سولې په پرتله ارزښتمنې بولي، چې د افغانستان جنګ هره ورځ د جګړې له ښکېلو اړخونو او ملکي وګړو د لسګونو ژوندونو قرباني اخلي.

دا په داسې حال کې، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکراتي ټیمونو د خبرو بهیر روان ساتلی او تمه ده دواړه لوري د یوه توافق په امضاء کولو سره، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتلو او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقادر

ددانش اتلس کلنی لاس ته راوړنی غلا چور چپاول فساد بی حیایی او دمځکوغصب اویو ناقانونه حکومت او خپلسری عملیات چه هره ورځ دلسګونو افغانانو زونداخلی بله لاس ته راوړنه خویی موږ نده لیدلی

اجمل

بهتره به دا وی چی نور د سولی او د انتخابانو خبرونه خپاره نشی. دا دوه خبرونه (د سولی خبری او انتخابات) تر ټول مزخرف خبرونه دی چی له دی وروسته به فکر کوم څوک غوږ هم ورته وننسی. خوسی د سولی په نوم مه تیریږی سوله موله نشته. د سولی د پردی لاندی پلانونه طرح کیږی کچیری هم سوله وی هغه د پاکستان او د امریکی تر منځ یو جوړ جاړی وی دا حکومت او طالبان په ولاکه د توت اهمیت هم څوک ورکړی. حکومت خو بیا لږ منظم دی طالب مشران ګوره له چملکو واسکټونو سره، څادرنه یی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x