ورزش

د اور ځپلو سره مرسته؛ د شین وارن خولۍ له ۱ ملیون ډالر پورته وپلورل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): استرالیا کې له تیرو دوه میاشتو راهیسې په ځنګلونو کې لګېدلي اور لسګونه کسان وژلي، زرګونه بې کوره  شوي او تر نیم ملیارده حیوانات یې وژلي دي.

د اور ځپلو سره د مرستې لپاره په استرالیا کې کمپاین پېل شوی، په دې کمپاین کې په ځانګړي ډول د استرالیا کرېکټ لوبغاړو زیاته برخه اخیستې ده.

شین وارن چې د استرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نامتو سوکه توپ اچونکی دی، د پنجشنبې په ورځ خپله د ټيسټ کرېکټ خولۍ د خرڅلاو لپاره بولۍ ته وړاندې کړه، چې پيسې به یې سره صلیب ته سپارل کیږي.

دغه خولۍ نن د جمعې په ورځ له اوږدې بولۍ وروسته په ۱ ملیون او ۷۵۰۰ (۱۰۰۷۵۰۰) ډالره د کامن ویلت بانک مشر «میټ کومین» واخیستله.

ټاکل شوې وه چې ددغې خولۍ ټولې پيسې به په ا سترالیا کې هغو کورنیو سره مرسته کیږي چې په ځنګلونو کې د اور له کبله بېځایه شوي دي.

Shane Warne

یاد بانک به دغه خولۍ له دې وړاندې چې موزیم ته وسپاري په ټوله استرالیا کې ګرځوي تر څو ددې په واسطه نورې پیسې راجمع کړي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ څلور استرالیایي لوبغاړو د ټویټر له لارې اعلان وکړ چې په بیګ باش تجارتي سیالیو کې به د هرې شپږیزې او ویکټې (۲۵۰) ډالره سور صلیب ته سپاري تر څو د اور ځپلو سره مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x