افغانستان

پاکستان: کوټه کې د مسجد دننه چاودنې لسګونو  لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۸): د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز «کوټه» ښار کې د یوه مسجد دننه چاودنې لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، چاودنه نن ورځ د ماښام د لمانځه په مهال د کوټې ښار په «اسحاق اباد» نومي سیمه کې شوې، چې په پایله کې یې د ځايي پولیسو د یوه مشر «امان الله» په ګډون۱۵  تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

د بلوچستان پولیس وايي، سیمې ته یې ژغورونکې ډلې لېږلي او د پېښې له ځایه یې ټپيان روغتونونو ته رسولي.

له پېښې سره سم د کوټې ښار په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ډاکټرانو په ګډون ټول پرسونل روغتونونو ته غوښتل شوی.

د سرچینو د راپورونو له مخې، امان الله د ځايي پولیسو یو قوماندان وو، چې میاشت وړاندې یې زوی «حاجي نجیب الله» هم د نامالومو کسانو له لوري ترور شوی وو.

تر دې دمه د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

حاجي امان الله د ځايي پولیسو مشر
                                                    حاجي امان الله د ځايي پولیسو مشر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

وایی مکوه په چا چی وبشی په تا. د جنګ سره به پاکستان هم په کرار پاتی نشی بیا بخصوص د کویټی ښار چیری چی طالب مشران او د کویټی شورا هلته ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x