خبردار اوسئ! خوب کې خریدل ممکن د جدي روغتیایي ستونزو لامل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په خوب کې خریدل یوه ناروغي ګڼل کیږي چې زیاتره کسان پرې اخته وي، دا د پوزې بندوالي او په خوله د ساه اخیستلو ترڅنګ یو شمېر نور لاملونه لري چې د انسان خپل خوب سربېره د نورو وګړو خوب ته هم زیان رسوي.

که چیرې تاسې په خوب کې په مسلسل ډول خریږئ، نو دا کومه عمومي ستونزه یا د خندا خبره نه ده، بلکې ته یو له هغو ملیونونو کسانو څخه یې چې د خریدلو له کبله د زړه یا نورو ناروغیو سره مخ شوي دي.

د جرمني د خوب روغتیایي او څیړنیزې ټولنې په خوب کې د خریدلو په اړه خبردار ورکړی چې دا یوازې د شپې خوب لپاره پيچلونکې نه ده، بلکې دا ممکن نورې جدي روغتیایي ستونزې هم رامنځته کړي.

دغې ټولنې څرګنده کړې چې خریدل هغه مهال د خطر زنګ ورکوي کله چې د خوب پرمهال تنفس قطع کیږي، یا په بله معنا ساه بندیږي، ځکه چې دغه مهال د زړه ټکان بې نظمه کیږي، دماغي سکتې یا فالج او د ناڅاپي زړه ودریدو لامل کیږي.

د شپې خریدل ګڼ شمېر لاملونه لري، لکه چاغوالی، شراب څښل، د تالو پړسوب، په ښځو کې د میاشتني ناروغۍ ځنډيدل، د تالو عضلات ارامېدل او کوچني تومورونه دي، دغه راز د پوزې بندوالی یې موقتي لامل کیدلای شي.

په هر حال وګړو ته په کار دي، مخکې له دې چې دغه ستونزه مو روغتیا ته جدي ستونزه پېښه کړي ډاکټر سره ژر تر ژره مشوره وکړئ، د ناروغي تشخیص وشي او په سمه توګه یې درملنه وشي، تر څو په خپله هم ښه خوب وکړئ او نور هم ارام خوب ته پریږدئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د