ټکنالوژي

ټویټر د «ناسمو الفاظو» مخنیوي لپاره نوې ستراتیژي وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو الفاظو کارول او ددې ناسم چلند ورځ تر بلې ډیریږي چې د مخنیوي لپاره یې له بېلا بېلو لارو کار اخیستل کیږي.

څو ورځې وړاندې د فیسبوک تر ملکیت لاندې د عکسونو خپرولو اپلیکیشن «انسټاګرام» هم د ناسم چلند او ناسم استعمال مخنیوي لپاره نوې ستراتیژي او ځانګړتیا وړاندې کړه.

په دې اړه د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې «ټویټر» اعلان کړی چې دوی د ناسمو الفاظو کارولو او له ټویټر څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوي لپاره نوې ستراتیژي ازمايي چې ډير ژر به وړاندې شي.

د ټویټر ویاند په وینا، د یادې ځانګړتیا له وړاندې کولو وروسته به کاروونکو ته دا اختیار ورکړل شي تر څو د کاروونکو عکس العمل په خپله کنترول کړي، ددوی تبصرې پټې کړي او یا یې په پشبړ ډول ونړوي.

د ټویټر ویاند دغه خبرې وړمه ورځ د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د الیکتروني توکو د نندارتون پرمهال وکړې، نوموړي زیاته کړه چې «مونږ غواړو کاروونکو ته لا زیات اختیار او کنترول ورکړو».

ټویټر اوسمهال ددغې ځانګړتیا په ازمیښتي مرحله کې ده، ددې لپاره په بېلا بېلو انتخابونو تجربه کوي، چې کاروونکي ته د خپل ټویټ بشپړ اختیار ورکړي، د تبصرې کونکو انتخاب وکړي (څوک تبصره وکړي څوک نه)، له دې وروسته به هر کاروونکي سره پر یوه ټویټ د تبصرې کولو اختیار نه وي، بلکې ټویټ کونکی به یې په خپله انتخابوي.

د ټویټر شرکت لخوا تر دې دمه د یادې ستراتیژي او ځانګړتیا وړاندې کولو نیټه نه ده په ډاګه شوې، خو شونې ده په راتلونکې نږدې کې عملي شي.

ټویټر د نورو ټولنیزو رسنیو څخه مختلف دی، دا د سیاسیونو او مشهورو اداکارانو لخوا ډیر استعمالیږي، چې د نورو په پرتله زیات د ښکنځلو او بدو الفاظو سره مخ کیږي. دغې خبرې ته په کتلو سره ټویټر په خپله نوې ستراتیژي چمتو کولو کې فعال ښکاري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close