د ایران سفیر: اسماعیل قاآني افغانستان ته د ملي امنیت په بلنه راغلی وو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ایران د مرستیال سفیر تر نامه لاندې، بامیانو ولایت ته د سپاه پاسداران د قدس څانګې د اوسني مشر «اسماعیل قاآني» د سفر خبرونه خپاره شول او بهرنیو چارو وزارت ددې ادعا وو د څېړلو ټټر وواهه، د ایران سفیر په یوه تازه مرکه کې ویلي، اسماعیل قاآني د ملي امنیت په بلنه کابل ته راغلی وو.

بهادر امینیان له «اریانا نیوز» سره په مرکه کې ، کابل ته د اسماعیل قاآني د سفر په تړا ویلي « ستاسو د امنیتي چارواکو په بلنه دلته راغلی وو او د امنیتي هلیکوپترو په مرسته بامیان ولایت ته انتقال شوی وو، دا یو واقعیت دی، هغه د امنیتي خبرو اترو لپاره دلته راغلی وو.»

امینیان ددې تر څنګ له امریکا سره د خپل هیواد د وروستیو اختلافاتو په تړاو هم نظر څرګند کړی، د امینیان په خبره « ایران د افغانستان ځمکني تمامیت ته احترام لري او که چېرې په افغانستان کې د مېشتو امریکایي عسکرو اډې په نښه کول وغواړي، لومړی به د افغان حکومت له مشرانو سره مشوره کوي.»

د امینیان په خبره، له افغانستان سره به ددې هیواد مرستې د پخوا په څېر روانې وي او تر څنګ یې ټینګار کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت نه، بلکې اسلامي جمهوریت په رسمیت پېژني.

اسماعیل قاآني د سپاه پاسداران د قدس څانګې د وژل شوي مشر «قاسم سلیماني» ځایناستی دی، نوموړی کال وړاندې کابل ته او له هغه ځایه بامیانو ته تللی وو، د بامیانو ولایت والي هماغه مهال په خپله فسبوک پاڼه باندې اسماعیل قاآني د ایران مرستیال سفیر یاد کړی وو.

وروسته له هغه، چې د بامیانو د والي او اسماعیل قاآني د لیدنې انځورونه، په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس شول، د بهرنیو چا وزارت دې کار اړ کړ، څو په دې برخه کې د څېړنو تصمیم ونیسي.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت د څېړنو پایلې لا څرګندې نه دي؛ خو ایران وايي، قاآني ملي امنیت راغوښتی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د