شعـــــرونه

نعتيه غزل؛ حسان ضعيف

حسان ضعيف

ما یې په حسن کي شفا او بشاشت لیدلي
د محمد د نوم مي داسی کرامت لیدلی

په طیبه کي هم څرګنده د دلبر نامه ده
قدم قدم کي مې د ګران حبیب سنت لیدلي

الله ستایلي په قرآن کي په طه او یاسین
ما په اقصی هم د هغه امامت لیدلي

ارمان د قتل، مسلمام شي کلیمه ووایي
دداسي چا مي د هغه قوم قیادت لیدلي

د ابوبکر ږغ د عرش په کنارو کي څرګند
ما په هغه کي دي بیشانه صداقت لیدلي

ښار و صحرا د هغه عدل لره سر ټیټوی
ما په عمر کي د حضرت دي عدالت لیدلي

کړ صدقه یې سر او مال د خدای ددین لپاره
ما په عثمان کی د جانان دي سخاوت لیدلی

د توري څرک به یې لرزه پر هر کافر راوسته
ما په علي کي د نبي دي شجاعت لیدلي

حسان ضعیف یمه سدا زه د وصال په ارمان
ناقرار زړه په مدینه کي دي راحت لیدلی

حسان ضعيف

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close