افغانستان

له «اترا» ادارې څخه ۸۷۸ میلیونه افغانۍ د مالیې وزارت ته انتقال شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ماليې وزارت پر رهبري باندې د اشرف غني د دولت ساز ټیم د تمویل او د ۹۰ او ۹۱ کوډونو د خالي کولو تورونه په ځای پاتې دي، د یوه تازه راپور له مخې، دې وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له ادارې «اترا» څخه هم سلګونه میلیونه افغانۍ خپل حساب ته انتقال کړې دي.

د راپورونو له مخې، د مالیې وزارت د خپل بودیجوي کسر د پوره کولو په موخه ۸۷۸ میلیونه افغانۍ له «اترا» ادارې څخه خپل ځانګړې حساب ته انتقال کړې.

د اترا ادارې د بورډ مرستیال رییس «سید محمد انوري» وايي « پیسې موږ د ماليې وزارت ځانګړي حساب ته ولېږلې، له دې امله چې یاد وزارتونه هيڅ د مکلفیت احساس نه کوي، ما له دوی وغوښتل؛ څو خپل مصارف د ملي بودیجې له لارې وکړي.»

ویل کېږي، د ماليې وزارت ته لېږل شوې پیسې د مخابراتي شرکتونو دوه نیم سلنه خالص عواید دي، چې دمګړۍ د غیر اختیاري بودیجې په توګه ماليې وزارت ته لېږدول شوي.

د اترا د مسئولینو په خبره، تر دې دمه دوی ددې عوایدو واک په لاس کې نه لري؛ بلکې یوازې ددې پیسو په مټ د منظور شویو پروژو په اړه له دوی اجازه غوښتل کېږي.

بل لور ته د مالیې وزارت د ویاند مرستیال «عبادالله درمان» وايي، پیسې د ماليې وزارت او اترا ادارې د ګډ تفاهم په بنسټ لېږل شوې او د اترا ادارې د پراختیايي پروژو لپاره لګول کېږي.

ماليې وزارت، چې وزیر یې د ولسي جرګې له خوا په فساد او د ملي بودیجې په غلا تورن دی، تر دې وړاندې یې هم له ملي بانک څخه ۱۵ میلیارده افغانۍ خپل حساب ته لېږلې وي او تر څنګ تور ورباندې دی، چې ۹۰ او ۹۱ کوډونه یې د اشرف  غني په کمپاین کې لګولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x