افغانستان

طالبان: ژر به له امریکا سره د موافقتنامې د لاسلیک نېټه څرګنده شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، ډېر ژر به له امریکا سره د موافقتنامې د لاسلیک نېټه څرګنده شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په دې تړاو روسي خبري اژانس «ټاس» ته ویلي « موږ هیله لرو، چې په نږدې راتلونکې کې له امریکا سره د موافقې د لاسلیک نېټه په ډاګه  شي.»

د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو بهیر له تېر نږدې یوه کال راپدېخوا روان دی، څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر په کابل کې د یوه برید په پلمه له طالبانو سره کړې  خبرې ودرولې؛ خو د امریکايي پوهنتون له دوو تنو ښوونکو سره د «انس حقاني» بریالۍ تبادلې د مذاکراتو په ټپه ولاړ بهیر بیا روان کړ او په مینځ کې یې امریکا له طالبانو د لس ورځني یا یوې اوونۍ اوربند غوښتنه وکړه.

دواړه لوري له خپلو مشرانو سره د مشورې په هدف خپلې رهبرۍ ته وروګرځېدل ؛ خو څرګنده نشوه، چې د طالبانو رهبري له امریکا سره د تشدد د کمولو په تړاو هوکړې ته ورسېده یا نه.

خو د مالوماتو په اساس، زلمی خلیلزاد او ورسره ټیم دا مهال په دوحه کې دي او د طالبانو د ټیم له مشر «ملا عبدالغني برادر» سره یې غیر رسمي ناستې کړې.

په ورته وخت کې د کابل حکومت وایي، دوی د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو پای ته رسېدلو ته په تمه دي او په تعقیب به یې خپل استازي له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره لېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
نو هر څومره زر چه کیدای شی .طالیبان باید دا ناتړکه ولس وژونکی حیوانی بریدونو کچه صفر ته ټیټه کړی،
هسی نه چه د پاچاهی په ځای یی بیا د ټرمپ ټیویټ نصیب شی،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x