نړۍ

د عمان باچا سلطان قابوس ومړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د عمان باچا سلطان قابوس بن سعید د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلنۍ په عمر ومړ.

نوموړي په کال ۱۹۷۰ کې پر خپل پلار کودتا وکړه او ځان یې د عمان باچا اعلان کړ.

د سلطان قابوس د صحت په اړه وروسته تر هغه اندېښنې زیاتي شوې کله چې نوموړی تېره میاشت د بلجیک څخه یو ناڅاپی را وګرځېد.

ویل کیږي چې سلطان قابوس د کال ۲۰۱۴ راهیسي د معدې په سرطان اخته وو او له هغه راهیسي يې پر رسنیو څرګندتیا کمه شوې وه ځکه په اکثرو رسمي مناسباتو کې یې د اکا زامنو او نورو چارواکو نمایندګي کوله.

سلطان قابوس واده نه وو کړی او د ځان لپاره یې ځای ناستی هم نه وو ټاکلی.

د عمان د شاهي نظام سره سم د شاهي کورنۍ ۵۰ کسیزه نارینه غړي به نوی باچا په ۳ ورځو کې ټاکي، که هغوی ونه توانیږي نو د حکومت لمنځه به یوه شورا چې د دفاع وزارت، د شورا غړي، د سترو محکمو رئیسان او دولتي شورا غړي هغه بند بکس خلاصوي په کوم کې چې سلطان قابوس خپل وصیت لیکلی او د ځای ناستې نوم یې لیکلی دی.

سلطان قابوس د آل بوسعید د کورنۍ څخه وو، دغه کورنۍ د کال ۱۷۴۱ څخه پر عمان واکمنه ده او نوموړی د خپلې کورنۍ ۸م باچا وو.

د سلطان قابوس په اړه ویل کیږي چې پر پلار د کودتا وروسته یې هیواد یو موټی کړی او پر نړۍ خلاص کړی دی، د هیواد اقتصادي زیرمې يې پر ولس پرانیستي، د صحت، تعلیم او زیرزمینۍ په برخه کې يې مصرف زیات کړی او یو بې ساری، پرمختللی، یو موټی او قوي هیواد یې تر شا پرېښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

پاد شاه دی همداسی په وطن مین. زمونږه مشرانو مونږه ته څه پریښودل. فقر، بدبختی، ځان وژنه او وطن فروشی. الله د یو نه بښی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x