نړۍ

امريکا پر لوړپوړو ایراني چارواکو او شرکتونو نوي بنديزونه ولګول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): تېره اونۍ د ایران له لوري د عراق په جنوب کې پر دوو امريکايي اډو د توغنديزو بریدونو په ځواب کې امريکا پر اتو لوړپوړو ايراني چارواکو او شرکتونو نوي بنديزونه ولګول.

د امريکا د ماليې وزير سټيو منوشن تېره شپه په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته وويل، په نوو بندیزونو کې د ساختماني چارو توليدات، کان کيندنو او نساجي صنعتونه په نښه شوي او خبرداردی يې ورکړی، که ایران له خپلو ترهګريزو هڅو لاس ونه ګرځېد، اقتصاد به يې نور هم کمزوری  شي.

د امریکايي چارواکو په وينا دوی د ایران پر هغو اقتصادي ادارو بنديزونه لګوي، چې عوايد يې د ترهګرۍ لپاره کارول کيږي.

د دې سربېره د ایران د ملي امنيت شورا پر مشر علي شمخاني، د پوځ لوی درستيز مرستيال محمد رضا اشتياني، د سپاه پاسداران ځواکونو قومندان غلام رضا سليماني، د خامنه اي د دفتر د امنيت مسؤول علي اصغر حجازي، د خامنه اي د نړيوالو چارو سلاکار محسن قمي او پر يو شمېر نورو چارواکو هم بنديزونه لګيدلي دي.

سټيو منوشن زياته کړې، چې دا بندیزونه يې د ایران له لوري په عراق کې پر امريکايي اډو د بریدونو په ځواب کې لګولي دي.

ایران ويلي و، د سپاه پاسداران القدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني د وژنې په انتقام کې يې پر امريکايي اډو توغندي ويشتي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ اداره فکر کوي، چې د اقتصادي بنديزونو له لارې به ایران مجبور کړي، تر څو د نوو پرمختللو میزایلو له جوړولو او په منځني ختيځ کې د خپلو ملېشو پر مټ له خپلو پراختيايي هڅو تېر شي.

د ماليې وزير سره په دې خبري غونډه کې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم و ويل، چې امريکا غواړي ایران په سيمه کې د يوه عادي هېواد په توګه تعامل وکړي.

د پومپيو په وينا امريکا د ایران د امنيت داخلي شبکې په نښه کوي.

تر  دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو تکراري څرګندونو کې د قاسم سليماني له وژنې دفاع کړې او زياته کړې يې ده، چې ایران غوښتل، د امريکا سفارت په نښه کړي او له همدې امله يې پرې وار مخکې کړ او سليماني يې وواژه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x