افغانستان

ایران وايي اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه یې په خطا ویشتلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران پوځ په رسمي ډول اعلان وکړ، چې اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه یې په «تېروتنې» سره ویشتلې.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د اوکراین الوتکه د یوې انساني غلطۍ له امله په میزایل وویشتل شوه او زیاته کړې یې ده چې مسؤولین به یې محکمه شي.

باید وویل شي، چې د تېرې پنجشنبې په شپه ایران د عراق په جنوب کې د «عین الاسد» او «اربیل» پر امریکايي قرارګاوو برید وکړ، په همدې شپه له تهران څخه اوکراین ته تلونکې بوینګ ۷۳۷ الوتکه په نښه شوه او پکې سپاره ۱۷۶ کسان پکې ځای په ځای ووژل شول.

ایران په لومړیو کې د اوکرایني الوتکې د سقوط لامل «تخنیکي ستونزه» یاده کړه او تر څنګ یې ټنیګار وکړ، چې د الوتکي تور بکس چاته نه سپاري؛ خو نن يې د یو رسمي اعلاميې له لارې د الوتکې د ویشتلو پړه په غاړه واخسته او دا یې یوه «تېروتنه» او «انساني غلطي» وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x