
تخار: طالبانو د دوولسم ټولګي د فارغینو په ویاړ غونډې رابللې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل):د طالبانو د تعلیم او تربیې کمېسیون په تخار ولایت کې له دوولسم ټولګي څخه د فارغ شویو زده کوونکو په ویاړ غونډې رابللې او هغوی یې ستایلي.
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې غونډې د اشکمش، خواجه غار، دشت قلعه، خواجه بهاوالدین، درقد، ینګي قلعه، چاه آب او نمک آب په ولسوالیو کې جوړې شوې او د قومي مخورو په ګډون ګڼ شمېر کسانو پکې برخه اخستې.
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «د پوهنې مسئولینو برخوالو ته د اسلامي فکر او نظر او هم د هیواد د خدمت په لار کې د زیاتو هلوځلو سپارښتنه وکړه، ترڅو په دې لار کې خدمت ته تیار اوسي او د نورو باطلو عقیدو او نظریو ښکار نه شي او په پوهنتونونو کې د یرغلګرو او د هغوی د فکر د خاوندانو تر اثر لاندې رانشي.»
د طالبانو له قوله، له دوولسم ټولګي په ښو نمرو فارغ شوي زده کوونکي يې په ستاینلیکونو او ډالیو نازولي اوهغوی بیا اسلامي امارت ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی.
تخار ولایت د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې طالبان یې په زیاته خاوره واکمن دي او د تعلیم او تربیې په ګډون ګڼې د «اسلامي امارت» ګڼې څانګې هلته په بشپړ ډول فعالې دي.