
ايغوري محصل: د چين حکومت الازهر پوهنتون کې زما د زدهکړو له امله زما پلار او ورور بنديان کړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د چين يو ايغوري مسلمان محصل ويلي، دی د مصر د الازهر پوهنتون محصل و، د چين حکومت په ازهر پوهنتون کې د ده د زدهکړو له امله د هغه پلار او مشر ورور بنديان کړي دي.
د ارشاد عبدالاحد په نوم دا ځوان ايغوري مسلمان وايي، په ۲۰۱۵ کال کې الازهر پوهنتون ته د زدهکړو لپاره تللی او حکومت يې پلار او ورور په دې جرم نيولي، چې دی ولې په الازهر پوهنتون کې درس وايي.
نوموړي محصل پر خپله ټويټر پاڼه په خپرې کړې ويډيو کې ويلي، د مصر حکومت ايغوري محصلين په زوره د چين حکومت ته سپارل، دی له مصر څخه ترکيې ته تښتېدلی او اوس هلته ژوند کوي.
اسمي ارشاد عبد الأحد أعتقل ابي وأخي في عام 2017،منذ ثلاث سنوات لا أعرف حالهم ولا أعرف هل هم على قيد الحياة أم لا😭 سبب إعتقالهم بتهمة أني درست الإسلام في الأزهر الشريف. ساعدوني بمشاركة هذا حتى يصل صوتي إلى العالم🤲🏻#تركستان_الشرقية #مسلمي_الإيغور #Uyghurs #الصين_تقتل_المسلمين pic.twitter.com/WgA3SINtJT
— Ershat-Abdulahad (@SerhanErxad) January 8, 2020
ښاغلي ارشاد د ټويټر ويډيويي پيغام له لارې له ټولو څارونکو غوښتي، چې د ده د پلار او ورور د خلاصون لپاره له ده سره مرسته وکړي او دا پيغام تر نړيوالو ورسوي.
#مقاطعة_المنتجات_الصينية #الصين_تقتل_المسلمين #الصين_بلد_إرهابي #تركستان_الشرقية #شنجانغ #الأويغور #مسلمي_الإيغور#Uyghurs #SaveUyghur #StillNoInfo pic.twitter.com/ans9t0aBU7
— erxad-abdulehed (@SerhanErxad) January 7, 2020
د ۲۰۱۷ په جولايي مياشت کې د بشري حقونو نړيوال بنسټ ويلي و، د مصر حکومت د چين په غوښتنه د الازهر پوهنتون لسګونه ايغوري مسلمانان بنديان کړي دي.
د بشري حقونو بنسټ ويلي و، مصر دا کار د چين حکومت په غوښتنه کړی، تر څو ايغوري مسلمان محصلين له مصر څخه وشړي.
په ۲۰۱۷ کال کې د بشري حقونو فعالانو او د ايغوري محصلينو مشرانو ويلي و، چې د مصر پلازمېنې قاهره کې پوليسو د ايغوري مسلمانانو پر ليليو چاپه وهلې او شاوخوا دېرش ايغوري مسلمانان يې نيولي دي.
د چين په سينکيانګ ايالت کې د شرقي ترکستان ايغوري مسلمانان وايي، د چين کميونيسټ حکومت د دوی د دين، کلتور او اخلاقو د بدلولو لپاره لکونو مسلمانان سړي او ښځې په جبري کمپونو کې ساتي او هر ډول ظلمونه پرې کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسيون د ۲۰۱۸ کال په اګسټ مياشت کې ويلي و، د چين حکومت له يوه ميليون زيات مسلمانان په جبري کمپونو کې بنديان کړي دي.
د رسمي شمېرو له مخې په چين کې دېرش ميليونه مسلمانان اوسيږي، چې يوازې ۲۳ ميليونه يې ايغوريان دي، خو غیر رسمي راپورونه وايي، په چين کې نږدي سل ميليونه مسلمانان ژوند کوي، چې د ټول هېواد د نفوس ۹.۵٪ برابروي.