ټولنیزه برخه

د بسم الله راز«له پنده ډکه کيسه»

ژباړه: عطا محمد میاخېل

وایي چې یو منافق سړي، مؤمنه او متدینه مېرمن لرله، دې ښځې به خپل ټول کارونه په بسم الله پیلول. خاوند یې د دې مبارک نوم په اورېدو ډېر زیاته غوسه کېده او هڅه یې کوله، چې د خپلې مېرمنې د دې عادت مخه ونیسي. یوه ورځ یې خپلې مېرمنې ته له طلا څخه ډکه یوه کڅوړه ورکړه، ترڅو له هغې څخه د امانت په توګه ساتنه وکړي. ښځې هغه واخیستله او د بسم الله الرحمن الرحیم په ویلو سره یې په یوه ټوټه کې تاو کړه او په بسم الله سره یې د کور په یوه ګوښه کې پټه کړه.

خاوند یې په پټه هغه طلا غلا کړه او سیند ته یې وغورځوله، ترڅو خپله مېرمن محکومه او خجالت کړي او بسم الله بې ارزښته وښیي.

نوموړی د دې کار له ترسره کېدو وروسته خپل پلورنځي ته لاړ، د ورځې په منځ کې یوه ښکاري د پلورلو لپاره دوه کبان راوړل، له هغه سړي څخه يې کبان واخیستل او خپل کور ته یې ولېږل، ترڅو مېرمن یې د شپې لپاره چمتو کړي. کله چې ښځې له هغو دوو کبانو څخه د یوه خېټه څېرې کړه، نو وې لیدل، چې د طلا هماغه کڅوړه له دواړو کبانو څخه د یوه په خېټه کې ده، کومه چې په کور کې یې پټه کړې وه، هغه یې را پورته کړه او د بسم الله په ویلو سره یې په پخواني ځای کې کېښوده.

خاوند یې کورته راغی او د طلا کڅوړه یې وغوښته، مومنه ښځه د بسم الله په ویلو سره فوراً له خپله ځایه پورته شوه او د طلا کڅوړه یې راوړه، خاوند یې ډېر زیات حیران شو، د الهي شکر سجده یې پرځای کړه او مسلمان شو.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مختار
میلمه
مختار

عطامحمد صاحب مننه واقعی قصه وه.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

تسمیه شریفه بې شمېره کرامات لری. تسمیه یوازنۍ آیۀ کریمه ده چی د ابراهیمی دین کوم بل پیغمبر ( سلیان علیه السلام) ته هم الهام سوې وه. همدارنګه تسمیه شریفه یوازنۍ آیه ده چی د عبادت تر څنګ په ورځنی چارو کی هم کارول کیږی یعنی هم د لمانځه دروند عبادت غوندی مخکی او هم مکان یا تشناب ته د داخلېدو په وخت کی کارول کیږی ، په روا معاملاتو او خرید او فروش او سوداګرۍ کی هم د کارولو وړتیا لری. دا چی ( انه من سلیمان و انه بسم الله الرحمن الرحیم) یو ډېر پراخ او ژور مفهوم… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close