کندهار: د بهرنیو عسکرو ټانګ د طالبانو د ماین خوراک شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو عسکرو یو ټانګ د طالبانو ماین ته برابر شوی، چې د طالبانو په خبره، په بشپړ ډول ویجاړ شوی او پکې سپاره کسان له منځه تللي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په دې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «نن سهار د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ اړوند هوایي ډګر ته نژدې کروشیلې سیمه کې د امریکایي اشغالګرو په ټانګ قوي چاودنه وشوه. په پیښه کې ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ، سپاره اشغالګر عسکر ووژل شول.»

بل لور ته طلوع نیوز په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموريت د اعلامیې په اساس، په کندهار کې د بهرنیو عسکرو پر ټانګ چاودنه منلې؛ خو په دې اړه یې نور جزئيات نه دي ورکړي.

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې په کندز ولایت کې هم طالبانو دوه امریکایي عسکر په مخامخ برید کې وژلي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

اوس مو نو پخیر سوله موله بالکل ## ته برابره کړه. سوله هم مړه شوه بیغمه اوسی په ولاکه یی ووینی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

د اجمل جان او پشتین خان د ډالرو بهیر هم ورسره لولپه شو

اجمل
میلمه
اجمل

دا د چل او ول کارونه پریږدی. هندوان یو متل کوی: If you want peace, be prepared for war پدی معنی چی که ته سوله غواړی نو جنګ ته ځان آماده کړه. کچیری تاسی هم په ریښتیا سوله غواړی بیا درست جنګ وکړی په خپله مټه او په خپل زور نه د پریدیو په وسیله. سوله په عذز او زاری نه راځی د دښمن پوز ور مات کړه چی په خپله عذر وکړی او سوله وکړی. نن سبا ماته دوه خبرونه ډیر خسته کن شوی دی: یو د انتخاباتو خبرونه او بل هم د سولی خبری په قطر کی. نن… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

اجمل صاحب. طالبان الله ج قومانده کوی د جنګ په وخت کی ورته د جنګ او د سولی وخت کی ورته د سولی او د جنګ او سولی دواړو ( لکه د اوس په شان ) جنګ او سوله دواړه قومانده کوی، خط السیر مو مخ په ښه والی دی الله ج دی زمونږ د ټولو افغانانو خط السیر جوړ کړی