نړۍ

امريکا: له عراقه خپل پوځيان نه باسو او نه هم په دې اړه بحث ته تيار يو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، واشنګڼ له عراقه د خپلو پوځيانو د ايستلو هوډ نه لري او نه هم په دې اړه له عراق سره خبرو تيار ته دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې مورګان اوتاګاس رسنيو ته ويلي، عراق په دې وخت کې مکلف دی، چې موږ سره د ښې سټراټيژيکې ملګرتيا لپاره بحث وکړي، نه زموږ د عسکرو د ايستلو لپاره.

نوموړې زياته کړې، چې واشنګټن او بغداد يوازې د امنيت او ثبات لپاره نه، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ مالي، اقتصادي او ډيپلوماټيک شراکت هم اړتيا لري.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې ټينګار کړی، چې په عراق کې د امريکايي عسکرو شتون د داعش او نورو وسله والو ډلو د بشپړ ځپلو لپاره دی او د شریکې ملګرتيا له مخې واشنګټن په سيمه کې د امريکايانو او عراقيانو امنيت خوندي کول اړين بولي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو څخه غوښتي و، چې له عراقه د امريکايي عسکرو د ايستلو په تړاو د بحث لپاره يو پلاوی بغداد ته وليږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، عبدالمهدي له مايک پومپيو غوښتي، چې امريکا بايد د عراق پارلمان د پرېکړې په درناوي کې له دغه هېواده د خپلو عسکرو د ايستلو په تړاو د بحث لپاره يو پلاوی ورلېږي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې عادل عبدالمهدي د امريکا له لوري په بغداد کې د ايراني جنرال قاسم سليماني په وژنه نيوکه کړې او دا يې د عراق په خاوره تېری بللی دی.

د قاسم سليماني له وژنې وروسته تېره اونۍ د عراق پارلمان د رايو په اکثريت قراداد منظور کړ، چې امریکايي او ټول بهرني پوځيان دې له عراقه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

داخو نو دعراق د پارلمان خبره او فیصله د اوښ پسکۍ شوه او داشغال واضح کول دي نو دلته په عراقیانو اوس جهاد فرض او امریکایان باید په زور وشړي او جهادپرې فرض دی !!

مجاهد

د هر هیواد پارلمان د هغه هیواد د ولسونو نمایناګی کوی ، د عراق د پارلمان فیصله ( چه امریکایی عسکر باید له عراقه ووځی ) د عراق د ملت فیصله ده امریکا یی نه منی [ ګل مرجان یی نه منی ] حتی خبرو کولو ته هم اماده ګی نه لری که یی د نه وتلو د پاره قانونی څه لرلی هعه به یی خبرو کولو کی مطرح کړی وی خبرو ته نه کینی یعنی د پاتی کیدو د پاره کوم قانونی دلایل نه لری چه عراقیانو ته یی ووایی دا به دآګه شوه چه هغه هیواد د امریکا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x