ورزش

د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ شل اوريزې سيالۍ په مارچ کې ترسره کيږي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸): د افغانستان او ايرلينډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د ايرلينډ لخوا لغوه شوې لوبې به په مارچ مياشت کې ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې دغه سيالۍ به په مارچ مياشت کې د ايرلينډ په کوربه توب ترسره شي، خو ايرلينډ کرېکټ بورډ د مصروف مهالويش له کبله لغوه کړې وې، چې اوس به په ټاکلي وخت د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په نويډا ښار ګريټر نويډا لوبغالي کې ترسره شوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ څخه په خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې شل اوريزې نړيوالې سيالۍ د مارچ مياشتې په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه ترسره شي.

دا د افغان لوبډلې يوازينۍ نړيوالې سيالۍ دي چې له اسيايي او نړيوال جام څخه يې وړاندې ترسره کوي. افغان لوبډله به يو وار بيا د اصغر افغان په مشري ميدان ته ښکته کيږي.

بايد وويل شي چې افغان کرېکټ بورډ به په راتلونکو ورځو کې متحده عربي اماراتو ته د مهاراتي تمريناتو لپاره لوبډله واستوي، چې له هغې وروسته به د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره پنځلس کسيزه لوبډله انتخاب کړي

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close