نعت شريف؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

رب به جنت او رضا دواړه ورکړي
په تا مئين که اور ته غاړه ورکړي

خدای و بنده ته د ثواب صحيفې
ستا و روضې ته په ولاړه ورکړي

په سړي څۀ چارې ستا هجر وکړي
خوښي، دردونه، مينه واړه ورکړي

څوک چې دي لږه ګوستاخي هم کوي
څښتن دي لو لکۍ او داړه ورکړي

د مدينې له دښتو دود سپېلنی
بلا ارام چاته دا شاړه ورکړي

له شفاعت چې څوک ګوهر و غواړي
ستا د حديثو لنډه ژباړه ورکړي

شفاعت ريحان

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د