نړۍ

ټرمپ: خپل عسکر يوازې په دې شرط باسو، چې عراق زموږ ټول لګښتونه بېرته راکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا ويلي، يوازې په دې شرط له عراقه خپل عسکر راباسي، چې د عراق حکومت امريکا ته ټول لګښتونه بېرته ورکړي.

امريکايي ولسمشر وايي، په عراق کې يې ملياردونه ډالر لګولي او تر څو، چې د دوی ټول لګښتونه بېرته نه وي ورکول شوي، تر هغو به خپل عسکر له دغه هېواده ونه باسي.

ټرمپ له فاکس نيوز سره په خپلې وروستۍ مرکه کې ويلي، د عراق حکومت ۳۵ ميليارده ډالر د امريکا په يوه بانک کې دي او عراق بايد دا ډالر د امريکا د لګښتونو په بدل کې ور پرېږدي.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره اونۍ امريکا د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د ایران د سپاه پاسداران القدس ځواکونو مشر قومندان جنرال قاسم سليماني په يوه برید کې وواژه.

د قاسم سليماني له وژنې وروسته په سيمه کې تاوتريخوالی زيات شو او د عراق پارلمان د رايو په اکثريت د ټولو بهرنيو ځواکونو د ايستلو قراداد تصویب کړ.

تر دې وروسته د تېرې چهارشنبې په شپه ایران د عراق په جنوب کې پر دوو امريکايي اډو توغنديز بریدونه وکړل، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي تېره ورځ ويلي و، چې امريکا دې د خپلو عسکرو د ايستلو د پلان جوړولو په موخه بغداد ته پلاوی ولېږي، خو امريکا يې دا غوښتنه رد کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې مورګان اوتاګاس په واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې امريکا له عراقه د خپلو پوځيانو د ايستلو پلان نه لري او نه هم په دې اړه بحث ته تياره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکایان د عراقی حکومت مشر صداخ حسین د عراق یا ځان ساتنی دپاره راغوشتی وو ؟ که وو نو دوی خو صدام حسین اعدان او عراق کندواله کړو!!!!
امریکایان باید په تریلونو دالر جنګی غرامات ورکړی
امریکایان باید عراقیانو د زمکی لاندی او باندی لوټ شوی زیرمی واپس کړی او داسی نور ……

غوربندي

خدای تعالی دې نفاق او بيا د شيعه او بيا د وهابيانو تخم ورک کړي چې په عراق کې يې د وسلوال مقاومت ملا ماته کړه.

اوښتې هم د دوی ده، ټول عراق يې تباه او په لکونو عراقيان يې د ګور ميلمانه کړل.

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ! دعا دی الله ج قبوله کړی. وهابیان له اوله د سعودی حکومت د پیاوړتیا د پاره خلق شوی وو او اوس یی د داعشیانو به جامه کی د مسلمانانو دخپل منځنی جنګو او د امریکایی اهدالو د بریاوو د باره وکارول او شیعیان خو همدغه یهودانو زیږولی او کاروی

پتنګ

## وخوره سپیه چا را دعوت کړی یې ؟؟ زمونږ وطن مو اشغال او وران که ! !!

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x