
ناټو په افغانستان کې د دوو امریکایي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قاطع ماموریت وايي، په کندهار ولایت کې یې د سرتېرو په ټانګ باندې د برید له امله څلور پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
امریکایي رسنۍ «سټارز اینډ سټرایپ» د ناټو د قاطع ماموریت د یوه تن ویاند له قوله لیکلي، چې د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې دوه امریکايي پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ویاند له قوله، د وژل شویو سرتېرو هویت او بشپړ مالومات به تر راتلونکو څلور ویشت ساعتونو پورې خپاره شي.
یاده دې وي، چې په کندهار ولایت کې د شوي برید پړه طالبانو په غاړه اخستې وه، د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» نن سهار په خپل ټویټر لیکلي وو «دکندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ د کرو شېلې په سیمه کې هوايي ډګر ته څیرمه نن سهار مهال یو زغروال ټانګ د ماین په زوروره چاودنه کې په بشپړه توګه وجاړ شو او پکې سپاره امریکایي عسکر ټول ووژل شول.»
https://twitter.com/DefenderDeen/status/1215868586859933696?s=20
پاتې دې نه وي، چې د نوي زیږدیز کال له پیله تر دې دمه طالبانو د څلورو امریکايي عسکرو د وژلو پړه په غاړه اخستې.
کفر خو د کنځلو کومه اصطلاح نه ده، (( حـــق پـــټــــونــــی )) ته وایی .
حق پتونه د حرص له امله کوی د حرص له امله د نورو له حقه حقوقو د زر، زور او تزویر ناوړه ګټه بورته کوی. استثمار هم ورته ویلی شی او هر اړخیز استثمار ته استعمار او یا امپریالیزم ویلی شی.
غلا، دروغ او درغلی د حق پټونی ( دموکراسی ) ارکان او یا ستنی دی دا دری اصلیتونه فساد او جنګونه ( بی ګناه وینو تویدل) د بی عدالتیو او ګډوډیو په واسطه زیږول کیږی جیری چه الهی نظام شتون نه لری