افغانستان

ټرمپ د ایران لاریونوالو ته: زما دولت مو تر څنګ ولاړ دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې ایران په رسمي ډول د اوکرایني الوتکې د ویشتل کېدو پړه په غاړه واخسته، ددې هیواد سلګونو اوسېدونکو ددې پېښې په غبرګون کې لاریونونه په لار اچولي، چې لمن یې شېبه په شېبه پراخېږي.

د بي بي سي فارسي د راپور په اساس، د شنبې له ماځیګر راپدېخوا په پلازمینه تهران، اصفهان، رشت، کرمان، شیراز، همدان او بروجرد نومي سیمو کې سلګونه کسان د اوکرایني الوتکې د ویشتل کېدو د لامل په برخه کې د نه رونټیا په غبرګون کې راپورته شوي.

لاریونوال، د ایران د مذهبي مشر «ایت الله خامنه يي»، سپاه پاسداران او حکومت په ضد شعارونه ورکوي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ایراني لاریونوالو ته په خطاب کې په خپل ټویټر لیکلي «  د اېران زړورو او کړېدلو خلګو، زه له ولسمشر کېدو راپدېخوا ستاسو ملاتړی یم او دولت به مې هم ستاسو تر څنګ ولاړ وي، موږ ستاسو لاریونونه له نږدې څارو، زړورتیا مو الهام ورکوونکې ده.»

ټرمپ په یو بل ټویټ کې پر ایران غږ کړی، چې د بشري حقوقو نړیوالو ډلو ته اجازه ورکړي؛ څو هغوی په لاره اچول شوي لاریونونه له نږدې وڅاري او په اړه یې راپور برابر کړي.

د نوموړي په خبره، د لاریونوالو وژل او د انټرنټ قطع کول د حل لاره نه ده او نړۍ هر څه له نږدې څاري.

د لاریون له ځایه د بي بي سي فارسي څانګې ته رسېدلې ویډيو کې ښکاري، چې لاریونوال سپاه پاسداران بې کفایته بولي او د «خامنه يي» په ضد شعارونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

به نظرماتنهاحکومت دلیراسلامی یی ایران وترکیه میتواند دنیاازدست حکومت ظالم اسریکا ،اسرائیل وانګریز نجات بدهد ودین اسلام باقی بماند به صورت دیګر مامیبینم امریکا درافغانستان ۱٪ کفار کمونسټ راسر۹۹٪مسلمانا به زور اصلحه مسلط ساخته اګرمسلمان هامتحد نشود مقابله کفارنکند اسلام ازبین میرود اګر مسلمان ها حالان جهادنکند به الله (ج) هیچ جواب نجات ازجهنم ندارد وهمیشه درجهنم میباشدمظاهرچیاایران طرفدار فحاشی وضد اسلام است درقرآن الله فرموده:مفسدین راقتل کنین دست وپای شان رااز سمت چپ قطع کنین(۵-سوره المائده آیات ۳۳).اګر مسلمانان جهان ازمادرجهاد استفاده کرده میتواند ماحاضرخدمت استم.به احترام عبدالواحد اچګزۍ

مجاهد

د اهل تشیع په جوړولو، خپرولو او پیاوړی کولو عیسویانو او یهودانو تر اخری کچی سرمایه ګذاری کړی چه اسلام او مسلمانان پری کمزوری او وځپی. د سبټمبر د یوولسمی فاجعی یو هدف دا هم وو چه له لبنان څخه تر پاکستان پوری د اهل تشګی شیطانی خط جوړ کړی ( چه جوړ یی کړو ). د امریکا په اشغال کی د ایران د شیعیانو ونډه د ریفسنجانی له خولی واوری ویلی وو که د امریکا به اشغال کی د اخوندی حکومت لاس اړونه نه وی امریکا به بریا نه وی ترلاسه کړی او لا اشغال به ورته په ډیره… نور لوستل »

A saeed

اچکزئ صاحېبه
ده اېران حکومت او ده پاکستان ده فوج کفر او اسلام نه معلومېزې
دا قوم پرست او خائن خلګ دی
ده دوئ ئ له اسلام او مسلمان سره څه؟؟؟؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x