نړۍ

کراچي: پر هوايي فوځي اډي باندي پراخ برید تر سره شو او اوس هم روان دی – انځورونه او ویډیو

Flames and smokes rise from a Pakistan's naval air base following an attack by militants, in Karachi early on May 23, 20112011. Gunmen armed with rockets and explosives stormed a major Pakistani naval air base, triggering gunbattles that killed five military personnel, three weeks after the US killing of Osama bin Laden. A spokesman for the Pakistan Navy said fighting was still continuing more than five hours after the attack began.نن ټکی آسیا: تیره شپه ناوخته د پاکستان په کراچي ښار کې د پاکستان د بحري فوځ پر یوه هوايي ډګر باندي چي په PNS مهران سره مشهور دی، د وسله والو له خوا له درو اړخونو څخه پراخ برید تر سره شو، د جګړې په دوران کې د پاکستاني رسنیو په قول ۱۰ زوروري چاودني وشوې، او نیژدې تر سهاره ډزو دوام درلود، چي له کبله يې د سمندري ځواکونو یو تن افسر سربیره څلور عسکر، یو رینجر، او څلور خارجیان مړه شول، او ۵ کسه نور ټپيان شول.

د عسکري سرچینو له قوله ویل شوي چي تیره شپه تقریبا پر ۱۰ نیمو بجو پر شاه فیصل لویي لاري باندي د پيپ فیصل هوايي ډګر ته نيژدې د سمندري ځواکونو پر هوايي ډګر باندي د لسو څخه تر ۱۵ کسو پوري وسله والو برید وکړ، د هغه وروسته د پيپ میوزیم سره نیژدې یو په بل پسې زوروري چاودني هم وشولې، او ورسره ډزي هم پيل سولې، بریدګرو د سمندري ځواکونو څلور انجنه نوي P3 اورین الوتکي هم په نښه کړې، چي له کبله يې په دغو الوتکو کې اور ولګیدی، او د۲ الوتکي په بشپړه توګه له منځه ولاړې.

د پاکستان د سمندري ځواکونو تر ټولو مهم او غټ هوايي ډګر دی، او ددغه ځواک تر ټولو مهمې اسلحې او الوتکې په دغه ډګر کې ځای پر ځای شوي دي، چي د هغو څخه دغه اورین الوتکي هم دي، چي د امریکا له خوا پاکستاني ځواکونو ته سپارل شوي دي، ویل کيږي چي دغه الوتکي ۲۴ ساعته په هوا کې سفر کولای سي، ځکه چي د تیلو ذخیره يې ډیره غټه ده، او وسله والو په خاصه توګه دغه الوتکي په نښه کړې، چي د تیلو د ډیرښت له امله په دغه هوايي مرکز کې غټ اورونه بل سول، ویل کیږي چي په شاو خوا علاقو کې هم ځینو کورونو او بلډنګونو اور ورسره واخیست.

دغه سمي په کراچي کې یو دهغو سیمو څخه ده، چي امنیت په کښي ډیر نیول سوي وي، او ویل کيږي چي د پاکستاني اسختباراتو دفترونه هم وجود ولري، مګر بیا هم وسله وال توانیدلي چي په دغه مهمه سیمه کې تر ټولو مهم ځای ته ځان ورسوي او د پاکستان دولت، فوځ ته دومره غټ زیان ورسوي، د پخواني اییر مارشل مسعود اختر په قول دا د انټیلي جنس یو ستره ناکامي ده.

د پاکستان د سمندري ځواکونو ډایرکټر جنرل عرفان الحق ویلي چي په دغه برید کې د سمندري ځواکونو ۴ عسکر، او دوه p3c الوتکي له منځه لاړې.

{youtube}9SQWb2eEF6U{/youtube}

نومړي په خپله اخیري وینا کي وویل چي د بریدګرو په اړه ویلي چي د هغوی د شمير په اړه تر اوس څه ویل د وخت تر مخکي خبره ده، له هغوی سره جدیده اسلحه ده، او په لاسي بمونو سمبال دي.

خو نومړي وویل چي ددغه مرکز یو عمارت او نه هم بل کوم داسي د پام وړ شی دهغوی په قبضه کي دي.

ددې تر مخه ځینو راپورونو کي ویل شوي وه، چي وسله والو ګڼ شمیر چارواکي په یو بلډنګ کي برمته کړي دي.

د مهران بېس یا مرکز په اړه ویل کیږي چي په ۱۹۷۵ کې جوړ شوی، او د سمندري ځواکونو تر ټولو لومړنی هوايي مرکز دی، ددغه ځایه څخه د پاکستان سمندري ځواکونه خپل هوايي چاري پر مخ بيايي، په دغه مرکز کي جاسوسي الوتکي، چورلکي، او د وسلو یو غټه ذخیره وجود لري، د برید په وخت کې په دغه مرکز کې ۲۷ رنګا رنګ الوتکي چي په هغو کې انټلانټیک او فوکر هم شامل دي، ولاړي وې.

ویل کیږي چي د وسله والو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د مختلفو ادارو تر یو نیم زرو زیاتو عسکرو برخه واخیستله، چي په هغو کي د پاک مارینز، کمانډو، د تروریزم سره د مبارزې لپاره خصوصي رینجر او پولیسو کمانډو برخه واخیسته.

دا هغه الوتکي دي، چي د برید په لومړي سرکي برید پر شوی وو.. او اور یی اخیستی وو.

Men watch as a plume of smoke rises from the Mehran naval aviation base after it was attacked by militants in Karachi May 22, 2011. Gunmen attacked Pakistan's naval aviation base on Sunday, starting fires, setting off explosions and fighting pitched gun battles inside one of the country's most heavily guarded military installations. Officials said at least four people had been killed in the attack on PNS Mehran in the southern city of Karachi.

Flames and smokes belches out from a Pakistani military air base after an attack by militants, in Karachi early on May 23, 2011. Gunmen armed with rockets and explosives stormed a major Pakistani naval air base, triggering gunbattles that killed two navy staff on Monday three weeks after the US killing of Osama bin Laden. Around 10 people were wounded and towering flames rose over PNS Mehran in the centre of Karachi, Pakistan's largest city, where the military and government confirmed that the base was under 'terrorist attack'.

تازه خبرونه وايي.. چي نن سهار هم د بریدګرو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده، بریدګرو پر یوه عمارت باندي قبضه کړې، او پر اسمان باندي دوې چورلکې ګرځي، خبریالان وايی چي اوس هم ډزي اوریدل کیږي، او تر اوسه د ۱۵ چاودنو ږغونه اوریدل شوي دي، د چارواکو په وینا تر اوسه ۴ د سمندري ځواکونو او ۱ د رینجر ځواک سرتیري وژل شوي، او نهه تنه نور ټپیان دي..

د بلي خوا ویل کیږي چي یو مشکوک کس نیول شوی، چاچي د لیري څخه ددغو بریدونو څارنه د یو دوربین په ذریعه کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x