له فرضي روژې او لمانځه وروسته کومه روژه او کوم لمونځ غوره دي؟

محمد نعیم حمزه

حضرت ابي هریره رضي الله تعالی عنه وایی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، بهترینه روژه درمضان (فرضي) روژې څخه وروسته د محرم الحرام دمیاشتې روژه ده او بهترین لمونځ له فرضي لمانځه وروسته دشپې لمونځ دی.

وعن ابي هریرة رضي الله تعالی عنه قال، قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: افضل الصيام بعد رمضان شهر الله المحرم وافضل الصلاة بعد الفريضة صلاة اللیل. رواه مسلم

موږ ته په کار ده چې درمضان روژو نه پرته هم وخت ناوخت د الله تعالی درضا په خاطر نفلي روژې ونیسو، بیا خاصکر دمحرم الحرام دمیاشتې روژې، همدا راز موږ له پاره ښایي چې دخپل رب جل شانه درضا په خاطر له فرضي لمانځه علاوه نفلي لمونځونه هم وکړو، خاصکر دشپې لمونځ چې عربي کې ورته تهجد وایي.

الله تعالی دې موږ ته په دې حدیث دعمل کولو توفیق رانصیب کړي آمین.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د