ټولنیزه برخه

د امام ابن الجوزي ګټوره او قيمتي تجربه

حسیب الله سجاد

عبدالرحمن بن جوزي یو د الله د قدرت له نښو څخه ؤ د وخت په سمه ګټه اخیستنه کې د عمر هېڅ شېبه یې هم نه ضایع کېده. له هغه څخه داسې یو لوی علمي او فرهنګي ګټور میراث پاتې دی چې هېڅ عالم، څېړونکی، مفسر او محدث له هغه څخه بې‌نیازه نه دی، ده له کوچینوالی څخه د وخت درناوی کاوه او له کوچینوالی څخه یې د مطالعې خوند څکلی ؤ.

خپل د کوچینوالي دوره داسې بیانوي: زما همزولي ماشومانو به د دجلې سیند په څنډو کې په لوبو مصروف وو خو ما به کتاب په لاس کې اخیستی ؤ او له دوی او خلکو څخه به لرې په یوه څنډه کې د علم په حاصلولو مصروفه وم.

امام ابن جوزي د توصیې او پند په ډول خپل زوی ته خپل حال داسې بیانوي: د محمد(ص) د احادیثو د اورېدلو لپاره به د علماؤ او محدیثینو ناستو او کړیو ته تلم. کله به مې چې فکر کولو حدیث راڅخه پاتې کېږي نو منډه به مې اخیسته داسې فکر به مې کولو چې نفس مې دریږي او داسې به وم ترڅو له استاد مخکې هغه ناستې ته ورسیږم، ځینې وختونه به شپې او ورځې تېریدې خو ما به د خوړلو لپاره څه نه لرل. په دغه ډول حالاتو کې هم الله تعالی زه هېچاته احتیاج نه کړم او زما روزي یې حواله کړې وه او زما عزت او آبرو یې ساتلې وه. که چېرې مې ټول حالتونه بیان کړم نو ‌ډېر اوږدیږي او تاسو اوس د هغه کوښښونو او سختیو پایله خپله وینئ او د ټول نصیحت غورچاڼ او نچوړ مې په دغه «وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ» کی دی.

هر انسان باید د ژوند څخه د سمې ګټې اخیستنې په لور منډه واخلي او د تېرو وختونو جبران وکړي او د خپلو صالحو اسلافو او علمي شخصیتونو ژوند لیکونه مطالعه کړي ځکه دوی هغه عملي نمونې دي چې د وخت او فرصتونو څخه یې پوره پوره ګټه پورته کړې وه او په دې باندې هم پوره پوه وو چې د وخت څخه ګټه اخیستنه، د ښو کړنو ترسره کول او د علومو د زده‌کړې تر شا یو لوی خیر او برکت لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close