نړۍ

ایران کې حکومت مخالفې مظاهرې؛ د برتانيې سفير له نيول کېدو وروسته بېرته خوشې شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران پلازمېنې تهران کې د حکومت له لوري د اوکرايني مسافر وړونکې الوتکې له نسکورلو او تېروتنې تر منلو وروسته د حکومت پر خلاف مظاهرې روانې دي او حکومتي چارواکي درواغجن بلل شوي دي.

ایران تېره ورځ ومنله، چې اوکرايني مسافر وړونکې الوتکه يې په تېروتنه نسکوره کړې ده.

د امريکا او ایران ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي پر مهال تېره چهارشنبه ايران د عراق په جنوب کې پر دوو امريکايي اډو توغنديز بریدونه وکړل او ورپسې څو ساعته وروسته په تهران کې د اوکراين مسافر وړونکي الوتکه نسکوره شوه، چې د عملې سربېره په کې ۱۷۶ مسافر ووژل شول.

ايران په لومړيو کې د نسکورې شوې الوتکې تور صندوق له سپارلو نټه کوله او هغه راپورونه يې هم رد کړي وو، چې دا الوتکه د ایران له لوري ويشتل شوې، خو تېره ورځ يې ومنله، چې د ایران هوايي ځواک په تېروتنه دغه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړې ده.

د ایراني چارواکو له اعتراف وروسته په تهران کې د دوو پوهنتونو مخته سلګونو ځوانانو مظاهرې پيل کړې، حکومت يې درواغجن بللی او امنيتي ځواکونو د مظاهره چيانو د تيتولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.

له مظاهرو وروسته استخباراتي ادارو په تهران کې د برتانيې سفير روب ميکايير هم ونيوه او له درې ساعته توقیف وروسته يې بېرته خوشې کړ.

د برتانيې سفير په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، له ځای څخه تر وتلو نيم ساعت وروسته ونيول شو او ټينګار يې کړی، چې په هېڅ ډول مظاهرو کې يې ګډون نه دی کړی.

د يادونې وړ ده، چې د برتانيې سفير نن د اوکرايني مسافر وړونکې الوتکې د قربانيانو په ياد کې جوړې شوې غونډه کې ګډون کړی و او وورسته دغه غونډه په مظاهرې بدله شوه.

د سفير په وينا د اوکراين په مسافر وړونکې الوتکه کې وژل شوي کسان ځينې د برتانيې وو او بايد په دې ناسته کې يې ګډون کړی وای، خو کله، غونډه په مظاهرې بدله شوه، ده دغه ځای پرېښود.

په ياده ناسته کې له ګډون وورسته د برتانيې سفير خپل استوګنځي ته پر لاره و، چې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډومينک راب ويلي، تهران له څرګند دليل پرته زموږ سفير نيولی او دا کار يې له نړيوالو قوانينو سرغړونه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x