ورزش

راشد خان په بیګ باش لیګ کې د ویکټو نیمه سلیزه بشپړه کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ملي لوبډلې تکړه ستوري او نامتو سوکه توپ اچونکي راشد خان د استرالیا په بیګ باش لیګ کې د ویکټو نیمه سلیزه بشپړه کړه.

راشد خان په پرلپسې ډول دریم وار لپاره د استرالیا په تجارتي لیګ (بیګ باش) کې لوبیږي چې نن د یکشنبې په ورځ یې په لوبه کې د محمد نبي لوبډلې پر وړاندې دوه ویکټې واخیستې.

په دې سره ۲۱ کلن راشد خان وتوانېد د بیګ باش لیګ په ۳۳ لوبو کې (۵۱) ویکټې واخلي، غوره لوبه یې د ۱۹ منډو په بدل کې ۴ ویکټې اخیستل دي، دغه راز اکانومي ریټ یې ۶.۲ دی.

راشد خان د ویکټو پنځوسیزه د محمد نبي ویکټې په ترلاسه کولو بشپړ کړه.

راشد خان د بیګ باش لیګ په ۷م او ۸م پړاو کې د خپلې لوبډلې اډلیډ سټرایکرز تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی و، دغه راز په یادو کالونو کې د خپلې لوبډلې تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی هم ټاکل شوی دی، نوموړی اوسمهال د بي بي ایل په ۹م پړاو کې لوبیږي.

په یاده دوره کې څو شمېر واره راشد خان د خپلې جادويي توپ اچونې په مرسته لوبډله تر بریا رسولې ده. سره له دې یې ۲۲ واره توپ وهنه کړې چې په ۱۷۷ سټرایک ریټ سره یې ۲۱۶ منډې هم جوړې کړي. څو ورځې وړاندې یې په یوه سیالۍ کې په ۱۸ توپونو چټکې ۴۰ منډې جوړې کړې.

راشد خان تر دې دمه په بیګ باش سیالیو کې ۴ واره د لوبې غوره لوبغاړی او یو وار د بشپړ سیریز غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

دغه راز یې یوه اوونۍ وړاندې په لومړي وار په بیګ باش لیګ کې لومړی هیټریک هم وکړ، نوموړي په ۲۱ کلنۍ کې تر دې دمه په شل اوریزو لوبو کې درې هیټریکه بشپړ کړي چې په دې لړ کې د نړۍ له سترو پنځو لوبغاړو څخه یو دی.

راشد خان په نړیواله درجه بندۍ کې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لري، په ۴۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې ۸۴ او په ټولو ۲۰۱ شل اوریزو لوبو کې یې (۲۸۶) ویکټې اخیستې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close